د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

پاکستاني او ترکي چارواکي د افغانستان په اړه غږېدلي


د پاکستان د بهرنیوی چارو وزیر خواجه اصف ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته د سفرونو په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په ملتیا په یو ورځني سفر ترکیې ته تللی و او د دغه هېواد له مشرانو سره د افغانستان په ګډون پر یو لړ مسائلو غږېدلی دی.

ښاغلي اصف دا سفر تر هغې وروسته کړی چې نوموړی په همدې اوونۍ کې د چین او ایران سفر هم کړی و او د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې کتلي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ترکیې ته د ښاغلي اصف د سفر په اړه د چهارشنبې په ورځ په یو خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي د دغې سفر په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر طیب اردغان، صدراعظم او خپل ترکي سیال سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو سربېره پر سیمه ییزو او نړېوالې اړیکي غږېدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف

خبر پاڼه کاږي چې د پاکستان او ترکیې چارواکو د افغانستان په اړه هم خبرې کړي او زیاتوي:

"ترکیه او پاکستان په دې سلا دي چې د سیمې د تلپاتې سولې لپاره په افغانستان کې سوله او امنیت ډېر مهم دی، د افغانستان د مسئلې حل لار پوځي نه بلکې سیاسي دی او د پاکستان او ترکیې په ګډون د افغانستان ګاونډي او سیمه ییزې هېوادونه باید د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ په افغانستان کې د سولې، سیاسي ټیکاو لپاره کار وکړي."

د دواړو هېوادونو چارواکي همدا شان د میانمار او کشمیر په اړه هم غږېدلي او په دغو دواړو سیمو کې یې په روانو پېښو او تشدد اندېښه ښودلې ده.

پاکستان په میانمار کې پر روهنګیا مسلمانانو د تشدد په اړه اندېښنه ښودلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر هغې وروسته د خپلو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادنو سفرونه پیل کړي چې په تېره اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه او په دغه تګلاره کې یې پاکستان وسله والو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ټرمپ همداشان پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او ايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

پاکستان ټینګار کوي چې پر خپله خاوره یې د ترهګرو پر ضد له توپیر او امتیاز پرته عملیات کړي او په دې کې یې ښو او بدو ته نه کتلي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څو ورځې وړاندې ویلي و چې د دې هېواد د بهرنیو چار وزیر به د سیمه ییزو هېوادونو سربېره د روس او امریکا سفر هم وکړي، خو د دغو سفرونو د نېټو په اړه یې لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG