خبرونه
د افغانستان او ترکيې ولسمشرانو پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې

د افغانستان او ترکيې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طيب اردوغان نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي ولسمشر اردوغان په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ او ويې ويل، چې ترکيه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده:
”د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي او ولسمشر یې هم په ځواب کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو کولو لپاره چمتووالی لري“
جمهوري رياست وايي ولسمشر اشرف غني له خپل ترکي سيال سره په کتنه کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د ستراتيژۍ اعلان په سيمه کې يوه فرصت ته زمينه برابره کړې، چې بايد ښه استفاده ورڅخه وشي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ميلادي مياشت د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امرېکا نوې ستراتيژي اعلان کړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي.
د فرانس پریس په لیکنه دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې کار سره به د نړۍ په کچه د دوی د خیرښیګڼې چارې هم کمې شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغو سازمانونو له ډلې وه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې مرستې پرې بندې کړې.
امریکا د کډوالو د دغې ادارې ۴۰ فیصده لګښتونه برابرول او په کلني ډول یې دوی ته دوه میلیارده ډالر ورکول.
له دې سره به په جینوا کې د دغه سازمان د مرکزي دفتر او په نړۍ کې د نورو دفترونو ګڼ شمېر څانګې وتړل شي.
د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.
روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.
سپینه ماڼۍ: منځني ختیځ کې مو پوځیان ( په دفاعي حالت) کې دي

سپینه ماڼۍ وایي، په منځني ختیځ کې د دوی پوځیان په " دفاعي حالت" کې دي او دغه دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
د فرانس پریس په وینا د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې پرون دوشنبه ویلي " مونږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو".
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د نژدې متحد اسراییل او ایران ترمنځ نن د پيل شوې جګړې پنځمه ورځ ده.
امریکا په منځني ختیځ کې له لسیزو راهیسې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ سرتیري لري چې د بحرین، مصر، عراق، اردون، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۹ اډو کې میشت دي.
ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.
تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.
دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.
نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.
طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.
طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".
وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.
ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.
قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.
د قزاقستان رسنیو نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.
د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.
قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.
ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

ایران د اسماعیل فکري په نوم یو کس "اسراییل ته د جاسوسي" په جرم نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) اعدام کړ.
د ایران قضایه قوې د دغه خبر په خپرولو سره ادعا کړې چې فکري د اسراییل له استخباراتو ( موساد) سره اړیکه درلوده او هغوی ته یې د پيسو په بدل کې حساس معلومات ورکول.
فکري د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې نیول شوی و.
اسماعیل فکري داسې مهال اعدامیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتېدو دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې ویلي چې ایران تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ( اسراییل ته د جاسوسۍ ) په تور اعدام کړي دي.
طالبان وايي ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې کوي

د ایران او اسراییلو د بریدونو په زیاتیدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتنې لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د دې هدف لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي.
د طلوع نیوز شبکې په راپور، مجاهد زیاته کړه چې که اړتیا وي، د افغان کډوالو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې په پام کې نیول شوي دي. مجاهد جزییات نه دي ورکړي چې د طالبانو حکومت کومې حل لارې په پام کې لري.
اوس مهال، میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
د ایران په مختلفو برخو باندې د اسراییلو د هوایي بریدونو له پیل وروسته، یو شمیر افغان کډوالو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاروي ګڼ کسان له ایرانه د وتلو او افغانستان ته د تلو په هڅه کې دي.
طالب چارواکو له یوه چینايي سیلاني سره د ناسم چلند په خاطر یو کس نیولی دی

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه باندې د فیاض الدین په نوم د یوه کس د نیولو خبره تایید کړې.
هغه ویلي چې نیول شوي کس د اختر په ورځ په جلال اباد کې له یوه چینايي وګړي سره غیر مناسب حرکت ترسره کړی وو.
په رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښکاروي په موټر کې ناست چینايي وګړی د یوه افغان ځوان له خوا ځورول کېږي او څو واره یې په مخ او سر لاس وهي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ چینايي سیلانیان افغانستان ته سفر کوي. طالبان هم له چین سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.