د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ایران ته تللی دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په ملتیا له ایرانیو چارواکو سره د خبرو لپاره په یو ورځني سفر ایران ته تللی دی.

ښاغلي اصف دا سفر تر هغې وروسته کړی چې نوموړی دوه په همدې اوونۍ کې د چین سفر هم کړی و او د دې هېواد له مشرانو سره یې کتلي وو.

د پاکستان دولتي رسنۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له په حواله وايي:

"خواجه اصف به د ایران له ولسمشر حسن روحاني او خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په دوه اړخېزو اړیکو سربېره په سیمه ییزو امنیتي وضعیت، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر هغې وروسته د خپلو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادنو سفرونه پیل کړي چې په تېر اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه او په دغه تګلاره کې یې پاکستان وسله والو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ډونالډ ټرمپ همداشان پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د دې هېواد د بهرنیو چار وزیر به پر سیمه ییزو هېوادونو سربېره د روس او امریکا سفر هم وکړي، خو د دغو سفرونو د نېټو په اړه یې لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG