د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ارګ: ولسمشر غني په دوه ورځني سفر قزاقستان ته ولاړ


لسمشر محمد اشرف غني نن د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د يوه دولتي پلاوي په مشرۍ د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په لومړنۍ ناسته کې د ګډون په هدف، قزاقستان ته ولاړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني به د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي هېوادونو له يو شمېر مشرانو سره د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

​ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"جمهور رئیس به د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي او همدا راز به د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د اجماع د رامنځته کېدو په اړه هم بحثونه ولري."

د ښاغلي ازاد په خبره، ولسمشر غني به په دغه دوه ورځنې سفر کې، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ناسته کې وینا هم وکړي.

له ملګرو ملتونو وروسته د اسلامي هېوادونو سازمان دوهم لوی سازمان دی چې په ۱۹۶۹ میلادي کال کې جوړ شوی او د افغانستان په ګډون ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې د سعودي عربستان په ګډون اسلامي هېوادونه پر طالبانو او پاکستان ډېر نفوذ لري او کولای شي چې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

سیاسي کارپوه قدرت الله ځواک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پرته له شکه چې سعودي عربستان پر هغو اسلامي غورځنګونو چې په اسلامي هېوادونو کې فعالیت کوي، اغیز لري چې یو له هغو غورځنګونو طالبان دي، له چارواکو سره د ولسمشر لیده کاته به د افغانستان د سولې او امنیت سره مرسته وکړي."

د ښاغلي ځواک په خبره، اوس مهال د اسلامي هېوادونو پر وړاندې جدي ننګونه د ترورېزم فعالیت دی، خو که اسلامي هېوادونو د دغې پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي، له شک پرته چې نتیجه به یې مثبته وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG