د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

سرخط : پاکستان دا ځل د خپلې بقا جګړې ته روان دی


د کابل چاپ نننیو ډېرېو ورځپاڼو د افغانستان د سولې په اړه د خېبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر اسفندیار ولي خان خبرې راخېستي چې وایي، پاکستان باید د افغانستان د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د دغه مشهور پښتون سیاستوال اسفندیار ولي خان له خولې لیکلي چې د پاکستان لپاره غوره فرصت دی چې د افغان ولسمشر د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

ورځپاڼې د ښاغلي ولي خان له قوله وړاندې لیکلي چې د ولسمشر غني دغه بلنه کولی شي د په سیمه کې ناندریو او تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

ورځپاڼې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر له قوله دا هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ښو اړیکو پرته په سیمه کې ثبات پرمختګ او امن نه شي راتلی.

ورځپاڼه وايي، اسفندیار ولي خان په پاکستان غږ کړی چې تر دې زیات دې لاس ته ورغلي فرصتونه نه ضایع کوي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په یو مطلب کې لیکلي چې اسفندیار ولي خان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې دا هېواد دې د افغان ولسمشر د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر لوی اختر د لمانځه پر مهال وویل چې سوله د افغانستان ملي اجنډا ده او دا هېواد له پاکستان سره هر اړخیزه سوله غواړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې دا لومړی وار نه دی چې افغان ولسمشر له پاکستان سره د سولې د خبرو غوښتنه کوي بلکې د ملي یووالي د حکومت د پیل راهیسې يې څو ځلې دا غوښتنه تکرار کړې ده.

هېواد دولتي ورځپاڼې پاکستاني چارواکي دې د ولسمشر غني د سولې بلنې ته مثبت ځواب ووايي تر عنوان لاندې په یو تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د پاکستان دوه مخی سیاست چې د نړیوالو پام يې ځانته را اړولی وو اوس له سختو غبرګونونو سره مخ دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې سوله غوښتونکې هېوادونه چې د ترهګریزو ډلو له ناوړه او غیر انساني کړنو په وړاندې يې کرکه راپارېدلې هڅه کوي چې د له منځه تلو لپاره يې مناسبې لارې ولټوي او د هغه هېوادونو په وړاندې پرېکنده غبرګون وښيي چې د ترهګرو ملاتړې دي.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکلي له همدې امله د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله نوۍ سترایتژۍ کې پاکستان ته ګواښ وکړ چې د ترهګرو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې عملي ګامونه واخلي.

ورځپاڼې په خپل دې مطلب کې لیکلي امریکا ته هم نوره د دې حوصله نه ده پاتې چې د ترهګرو سره د ملاتړ په برخه کې د پاکستان دوه مخی سیاست وزغمي او له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

او سرخط خپلواکې ورځپاڼې پاکستان دا ځل د خپلې بقا جګړې ته روان دی تر عنوان لاندې په یو تحلیلي مطلب کې لیکلي چې درې ورځې وروسته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف بیجنګ ته سفر لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي چې له دې وروسته به د ولسمشر پوتین دیدن ته مسکو ته لاړ شي، بیا به په انقره کې د اردغان دروازه وټکوي او له هغې وروسته به په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ لمن ونیسي.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکي چې پاکستان په دې سره غواړي چې یو شمېر هېوادونه پرې زړه وسوځوي.

د مطلب لیکوال په دې باور دی چې له دې وروسته پاکستان له خطر سره مخ دی او اوس د اوبو وړي په شان هرڅه ته لاس اچوي.

اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG