د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

عمري: داعش د ارزګان په دهراود او خاص ارزګان ولسوالیو کې مرکزونه خلاص کړي


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دهراود او خاص ارزګان د ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې کسانو خپلې کورنۍ راوړي او مرکزونه‌يې خلاص کړي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت د خاص ارزګان او د دهراود ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دي داعش یا د اسلامي دولت ډلې مرکزونه خلاص کړي او غواړي چې خپل فعالیتونه پیل کړي.

نوموړی وايي چې دغه ترورېستي ډله د خاص ارزګان په کله‌تک او د دهراود ولسوالۍ په مسکي‌نک نومې سیمه کې سره ځای پر ځای شوي دي.

عبدالقوي عمري
عبدالقوي عمري

ښاغلي عمري وویل:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې داعش راپیدا شوی دی، خو موږ د هرې هغې ترورېستي ډلې په وړاندې چمتووالی لرو او هېڅکله به اجازه ورنه‌کړل شي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي."

ښاغلي عمري دا هم وویل چې دوی به‌يې په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي په داسې حال کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د شتون خبر ورکوي چې له دې وړاندې هم له زابل ولایت څخه دغه ولایت ته د داعش وسله‌والو د راوښتو په اړه اندېښنې ښودل شوې وې.

ارزګان ولایت د افغانستان یو له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره‌یې له تېر یوه کال راهیسې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

بل‌خوا بیا د ارزګان ولایت د ځوانانو د عالي شورا د بورډ مسؤلین هم په دغه ولایت کې داعش د شتون خبر ورکوي او په اړه‌يې اندېښنه ښيي.

په دغه ولایت کې د ځوانانو د عالي شورا بورډ مشر غلام نبي شجاع هم ورته څرګندوني لري، خو وايي، که چېرې دغه ډله ونه‌ځپل شي نو یاده ډله به ارزګان ولایت کې زیات شمېر بې‌کاره ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.

غلام نبي شجاع
غلام نبي شجاع

ښاغلي شجاع زیاته کړه:

"دا خو ښکاره خبره ده چې په دغه ولایت کې داعش خپل فعالیتونه پیل کړي، خو موږ يې سخت اندېښمن کړي یوو، خو موږ ځکه وېرېږو چې د ارزګان ولایت زیات شمېر ځوانان بې‌کاره دي نو دغه ډله‌يې خپلو لیکو ته جذب نه‌کړي."

د یادونې وړ ده چې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډله په داسې حال کې په ارزګان ولایت کې سر راپورته کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ په دغه هېواد کې امریکا هم د داعش د ځپلو په وړاندې له ډېرې مودې راهیسې خپل عملیات پیل کړي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG