د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د سرپل استازي: که دې ولایت ته پاملرنه ونشي ډېر ژر به سقوط وکړي


په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت یو شمېر استازي د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي.

که څه هم په سرپل ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه یو لړ خبرونه خپرېږي، خو اوس په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت استازي وايي چې که حکومت په دغه ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو ځپلو ته جدي اقدام ونه‌کړي، یاد ولایت به ډېر ژر د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا سقوط شي.

یادو استازو د یکشنبې په ورځ د دوی په عمومي غونډه کې، د سرپل ولایت پر ناوړه امنیتي وضعیت اندېښنې وښودې ویې‌ویل چې د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه زیات شي.

د مشرانو جرګې غړي محمد عظیم قویاش وویل چې د سرپل خلک روان امنیتي وضعیت په تنګ کړي دي او که ولایت سقوط شي، یو ناورین به رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشينۍ سره چې د سرپل ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، اوس د ورځې له‌خوا، د مرکز په څلور پنځه کېلو مترۍ کې جنګ وي او د شپې له‌خوا جنګ د مرکز د ودانۍ څخه په دوه سوه مترۍ او سل مترۍ کې روان وي، که دغه ولایت ته پام ونه‌شي، ډېر ژر به د مخالفینو له‌خوا سقوط شي."

ښاغلي قویاش وویل، د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې څه باندې دوه زرو افغان ځواکونو، د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې عملیات کړي، خو د ځواکونو تر منځ د نه‌همغږۍ له امله، په دغو عملیاتو کې نه‌یوازې دا چې پرمختګ نه‌دی شوی، بلکې لسګونه امنیتي پوستې، د وسله‌والو مخالفینو لاس ته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزیر: د وسله‌والو ډېر پوځي تمرکز پر سرپل او فاریاب دی

اماني: د سرپل کوهستاناتو کې وسله‌وال په جګړه کې حکومتي وسلې کاروي

سربېره پر دې، په مشرانو جرګه کې د جوزجان ولایت استازې نبیلې مصطفی‌زاده په دغه ولایت کې هم، د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وکړه.

وحدت: بهرنیو ترورېستانو سرپل کې د انتحاري زده‌کړو مرکزونه جوړ کړي

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کندهار، ارزګان او خوست کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي، په تېرو څو ورځو کې په زابل او کندهار ولایتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په حملو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

پخوا تر دې هم د مشرانو جرګې ځینو غړو ویلي چې د داعش ډلې په سرپل ولایت کې، خپلو لیکو ته د خلکو جذبول پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په سرپل ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه مني خو وايي چې په دغه ولایت کې د مخالفینو د ځپلو لپاره ځمکني او هوايي عملیات روان دي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دښمن خوځښتونه تائیدوو، خو د افغانستان وسله‌وال ځواکونه او دفاع وزارت په جریان کې دی، ځمکني او هوایي عملیات پلان شوي او په دوامداره توګه ترسره کېږي، زما په نظر کومه جدي مسئله به رامنځته نه‌شي چې خلک اندېښمن کړي، د دغو خلکو شکایت د دفاع له وزیر او لوی درستیز سره شریکوو."

د دې تر څنګ د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار وايي چې د سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر ټینګار کوي وايي، تر هغې چې ځیني هېوادونه په افغانستان کې له مداخلو لاس وانه‌خلي او د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي زیاته نه‌شي، په هېواد کې د امنیت ټینګول ناممکن دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG