د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د خاص ارزګان قوماندان: داعش ډلې په دغې ولسوالۍ کې فعالیت پيل کړی


د ارزګان ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې داعش ډلې خپل فعالت پیل کړی او مرکزونه جوړوي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ قوماندان ملا صمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په پالان نومۍ سیمه کې داعش ډلې څه باندې ۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو ویستلي چې په خبره‎یې، دغه ډله اوس په‎کې د ځان لپاره مرکزونه جوړوي.

نوموړی وايي چې د پالان په دغې سیمه کې هزاره توکمي مېشت دي او دغه سیمه د زابل دای‎چوپان سره نښتې ده.

ښاغلي صمد زیاته کړه:

"داعش دغه پلان د تېر کال راهیسې درلود چې خاص ارزګان ولسوالۍ ته راشي چې تېر کال‎يې د وسله‎‎والو طالبانو په همکارۍ ۱۵۰ هزاره مېشتې کورنۍ له خپلو سیمو وشړلې او اوس دوی په‌کې مرکزونه جوړوي، اوس‎يې یو شمېر نورو کورنیو ته هم خبر ورکړی چې سیمه پرېږدي او ولاړې شي."

د خاص ارزګان امنیه قوماندان ملا صمد
د خاص ارزګان امنیه قوماندان ملا صمد

ښاغلي صمد دا هم وویل چې په دغې ولسوالۍ کې یو شمېر روسان هم له وسله‎والو طالبانو سره لیدل شوي دي.

نوموړی وايي، دغه روسان‌ خلکو د دغې ولسوالۍ په متکزو اډه کې له وسله‎ولو طالبانو سره لیدلي چې درې تنه وو چې د دوی په خبره یو نارینه یوه ښځه او یو هم ژباړونکی و.

دی وایي:

"زه خپله اسناد په لاس کې لرم چې د دغې ولسوالۍ متکزو نومي اډې ته روسان راغلي وو او یو دانه لنډکروزر موټر چې خړ رنګ‎يې درلود ورسره و، ما سره‎يې خپله تصویرونه موجود دي."

ښاغلي صمد تر اوسه په دې اړه په سیمه کې د ازادي راډیو له خبریال سره کوم اسناد یا انځورونه نه‌دي شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې په فعالیت پیل کړی او په خبره‎يې چې د ارزګان لپاره د وسله‎والو طالبانو نومول شوی والي شیخ هم له وسله‎والو طالبانو څخه بېل شوی او داعش سره یوځای شوی دی.

په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا قوماندان هم مني چې ځیني استخبارتي معلومات‎يې ترلاسه کړي، خو کره اسناد په لاس کې نه‌لري.

بل‌خوا په ارزګان ولایت کې د مدني ټولنې مسؤل جاوید خپلواک مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت امنیتي وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي خپلواک وویل:

"مرکزي اداره له ارزګان ولایت سره د مور او میرې چلند کوي، تاسې وګورئ ۹ میاشتې کېږي چې په ارزګان ولایت کې د وینو ویالې بهېږې، خو مرکزي دولت ورته هېڅ پاملرنه نه‌کوي."

د یادونې وړه ده چې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي چې له تېرو نهو میاشتو راهيسي څه باندې ۹۰ سلنه خاوره د ارزګان ولایت د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG