د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

ارګ د پاکستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ


د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ.

جمهوري ریاست وايي چې پاکستان د ټولو منل شویو او لاسلیک شویو نړیوالو کنوانسینونو او معاهدو خلاف د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو د روزنې تر څنګ او ځای ورکولو تر څنګ ملاتړ کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اسلام‌اباد پر وړاندې د امریکا له وروستي دریځه هرکلی وکړ.

ازاد: افغان حکومت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو هرکلی کوي.
ازاد: افغان حکومت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو هرکلی کوي، پر پاکستان باید اقتصادي بندیزونه ولګول شي، کومې مرستې چې د پاکستان له اردو سره متحده ایالات کوي پرې بندې شي، هغه اتحادیې او کنفرانسونه چې پاکستان یې غړیتوب لري، له هغې څخه‌یې باید پر ایستلو غور وشي. دا هغه څه دي چې پاکستان له نړیوالو سره همغږي ته اړ ایستلی شي."

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن وايي، که پاکستان د وسله‌والو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو پر ضد اقدام ونه‌کړي، واشنګټن ښايي پر اسلام‌اباد د مجازاتو د غور تر څنګ د غير ناټو د متحد موقف ورڅخه واخلي.

د ټېلرسن دغو څرګندونو د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه خبرداري ته لا قوت وبخښه چې د سې شنبې سهار وختي يې پاکستان ته ورکړ.

د امريکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د واشنګټن د نوې پالېسۍ د اعلان پر مهال وویل، امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

ټرمپ وویل چې امریکا تر دې وروسته په دې اړه غلی نه‌‌شي پاتې کېدلای چې پاکستان د هغو ترورېستانو پناه ځای دی چې پر امریکايي وګړو او قواوو حملې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت بیا بیا ویلي، وسله‌وال مخالفین په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هغه هېواد له‌خوا یې ملاتړ کېږي، خو اسلام‌اباد تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

ځیني کارپوهان سپارښتنه کوي چې امریکا باید په پاکستان کې د دغه هېواد له مشورې پرته د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو پر پټن‌ځایونو حملې وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې مطیع‌الله خروټي ازادي راډیو ته ویل امریکا باید هغه مالي سرچینې وچې کړي چې د پاکستان له لارې یې عربي هېوادونه د افغان دولت له وسله‌والو مخالفینو سره کوي.

مطیع الله خروټی
مطیع الله خروټی

نوموړي زیاته کړه:

"تر هغې چې امریکا له هند سره ستراتېژیک روابط او مناسبات قوي نه‌کړي او امریکا هغه مالي سرچینې چې عربو او نورو ملکونو له‌خوا اخیستل کېږي او د پاکستان په وسیله د افغان دولت وسله‌والو مخالفینو ته ورکول کېږي، وچې نه‌شي، زه فکر نه‌کوم چې د افغانستان جګړه دې مهار او کنټرول شي."

بل‌خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې امریکا په سیمه او افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره مجبوره دی چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

د دغې جرګې غړي عبیدالله بارکزي ازادي راډیو ته وویل امریکا دې پر پاکستان فشارونه دومره زیات کړي چې هغه هېواد د افغان دولت وسله‌وال مخالفان د سولې خبرو ته چمتو کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG