د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

چارواکي: تېره شپه د کندهار د ۳ ولسوالیو د سقوط مخه نیول شوې


د کندهار امنیتي چارواکي وايي چي د دې ولایت ۳ ولسوالۍ يې تېره شپه د سقوط له ګواښ څخه ژغورلي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار او هلمند ولایتونو سلګونو وسله والو د کندهار د درېیو ولسوالیو خاکرېز غورک او نېش د سقوط هڅه کول.

د دراني په وینا مخکې تر دې چې وسله وال خپل هدف ته ورسېږي د شپې پر ۹ بجې د هوا څخه په نښه شول.

درانی وايي، دغه هوايي بریدونه چې تر نن سهار ۲ بجو يې دوام درلود د طالبانو د ولسوالانو او د بريدونو د طراحانو په ګډون ٧٠ تنه ووژل شول او په زیات شمېر کې نور ټپیان شول.

د دراني په وینا وسله والو ته د غه مرګ ژوبله دقیقا د نیش ولسوالۍ په دره نور او پاج دره سيمه کي واوښتل.

ضیا درانی
ضیا درانی

نوموړي زیاته کړه:

"دغه وسله وال د نېش ولسوالۍ ته نېږدې وژل شوي و چې د شپې پر ۹ بجې د هوا څخه په نښه شول د دوی د ولسوالانو او طراحانو په ګډون ۷۰ تنه ووژل شول او په زیات شمېر کې نور ټپیان شول"

په عین وخت کې چارواکي وايي چې تېره شپه په ارغستان ولسوالۍ کې هم درنه جګړه شوې ده.

د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې جګړه د دې ولسوالۍ د «وام درې» په سيمه کې هغه وخت ونښتل کله چې وسله والو طالبانو پر امنتي پوستو بريدونه وکړه.

د دراني په وینا د دې جګړې پر مهال ١١ طالبان او ۲ پولیس ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه په نېش او ارغستان ولسوالیو کې خپل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خبر در کړې.

تر هلمند وروسته د کندهار پر شمالي ولسوالیو په روان کال کې د وسله والو طالبانو حملې زیاتي شوي دي.

پر نېش، شورابک، ریکستان، ارغستان، شاولي کوټ، خاکرېز، غورک او میانشین ولسوالیو نږدي هره شپه وسله وال طالبان حملې کوي.

راپور :محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG