د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

دفاع وزارت: پر ځینو پوستو یو نیم حملې زموږ پیاوړتیا نه‌شي کمزورې کولای


په دې وروستیو شپو ورځو کې د کندهار، فاریاب، غور، پکتیا، کونړ او نورستان ځینې ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو له ډله‎ییزو حملو سره مخ دي.

په تازه پېښه کې د سې شنبې په شپه ۲۶ افغان پوځیانو د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د سلګونه وسله‎والو طالبانو په ډله‎ییز برید کې ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ځینو پوستو باندې د مخالفینو یو نیم حملې د افغان ملي اردو پیاوړتیا نه‎شي کمزورې کولای.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، د خاکرېز د حملې د څېړنې لپاره یو پلاوی مؤظف شوی دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

جنرال محمد رادمنش وايي:

"جګړه شوې او دا حالت رامنځته شوی دی. زموږ پلاوی مؤظف شوی چې د وضعیت څېړنه وکړي. خو ترهګر داسې تاکتیکونه کاروي چې له څو ولایتونو راټولېږي او په یوه پوسته حمله کوي. دا په دې معنی نه‎ده چې د افغانستان ټوله اردو تر پوښتنې لاندې راشي."

په کندهار سربېره د پکتیا ولایت په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده، خو دفاع وزارت وايي، ژر به‌یې له وسله‎والو مخالفینو پاکه کړي.

اخوا په شمالي ولایت فاریاب کې هم کوهستان ولسوالۍ همدا سې شنبه تر جګړې وروسته له طالبانو ونیول شوه.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، اوس وخت په ټول هېواد کې د کومانډو پوځیانو ۲۶ او د افغان ملي اردو ۱۷ عملیاته روان دي.

د دغه وازرت د مرستیال ویاند په خبره د فاریاب د کوهستان او د غور د تیورې ولسوالۍ په بېرته نیولو سربېره د بغلان او کندز ټولې لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي.

جنرال محمد رادمنش په مجموعي توګه بیا هم بهرني لاسونه د هېواد د ناامنیو اصلي عامل بولي او وايي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا د سیمې د ځینو هېوادونو د اندېښنو د زیاتېدو باعث ګرځېدلې.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش وايي:

"عامل‌یې همدا دی چې ځیني هېوادونه د افغانستان په اړه تګ‎لاره لري او په همدې سبب ده چې هڅه کوي د افغانستان وضعیت ګواښوونکی او ننګوونکی پاتې شي. په همدې خاطر جګړه یو ورځ په یوې او بله ورځ په بلې سیمې کې پیلوي او له یوې یا بلې ولسوالۍ خلک ټولوي او داسې ګواښونه رامنځته کوي."

افغانستان تل په پاکستان کې مېشتې ترورېستي ډلې، حقاني شبکه او د دغه هېواد استخبارات د افغانستان د مخالفینو په تمویل او سمبالتیا تورنوي او وايي، په دې اړه کره اسناد هم لري.

خو پاکستان بیا ویلي چې په هېواد کې يې دننه ترورېستان ځای نه‎لري او ګواکې افغانستان د خپلو کمزوریو د پټولو لپاره پاکستان له ترهګرۍ سره په ملاتړ تورنوي، هغه څه چې افغان دولت او افغانانو ته اوس تر بل هر وخت د منلو وړ نه‎دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG