د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د عطا محمد نور او اصف مهمند د قضیې په اړه سیاسي ګوندونه څه وایي؟


د بلخ د والي او د دې ولایت د ولایتي شورا د يوه غړي تر منځ د رامنځته شوې شخړې د څرنګوالي په تړاو، د افغانستان يو شمېر سیاسي ګوندونو متفاوت غبرګونه ښودلي دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، که افغان حکومت د بلخ د والي او د دې ولایت د ولایتي شورا د يوه غړي تر منځ د رامنځته شوې شخړې قضیه په جدي توګه ونه څېړي، د قانون د پلې کولو په برخه کې به حکومت د خلکو تر پوښتنو لاندې راشي.

د دې ګوند يوه ویاند حمید عزیزي د جمعې په ورځ دې قضیې ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند په وړاندې غېرې قانونې کړنه د دې ښودنه کوي چې حکومت اوس هم د مافیايي کړیو او جنګ سالارانو سره مخ دی.

حمید عزیزي
حمید عزیزي

ښاغلي عزیزي وویل:

"که حکومت دغه قضیه په جدي توګه ونه څېړي، تر ټولو لوی اغېز به یې دا وي چې په افغانستان کې به په حکومت او قانون مندۍ د خلکو باور ختم شي او د داسې يوې ټولنې په لور چې هلته د ټولو وګړو حقوق او امنیت په کې ټینګ وي، تر پوښتنې لاندې راشي."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مهمند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه چې د بلخ د والي د ساتونکو له خوا تر نیول کېدو وروسته، د ښاغلي نور یوه زوی د ده د چپ غوږ یوه څنډه پرې کړې ده او خپله عطامحمد نور او ساتونکو یې وهلی ډبولی هم دی.

ښاغلي مهمند له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې ده سره د شوي زور زیاتي په اړه دې څېړنه وکړي.

خو د عطا محمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت حزب د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ادعا رد کړې او ویلي دي چې حکومت په تېرو څو کلونو کې د دغه حزب په وړاندې د ځانګړو کړیو د توطیو مخه نه ده نیولې.

په خپرپاڼه کې د حکومت په مشرانو غږ شوی چې خپل مسؤلیت دې وپېژني او د دوی په خبره، د دې نوې توطیې مخه دې ونیسي او د دې حزب صبر دې نور نه ازمايي.

په ورته وخت کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند دغه قضیه د افغانستان د شمال د نا امنه کولو يوه هڅه ګڼي.

د دې حزب ویاند

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

ازادي راډیو ته وویل چې، يو شمېر کړۍ په هڅه کې دي چې د بلخ والي ته توطیې جوړې کړي.

بشیر احمد ته ینج وایي:

"موږ دلته مرکزي حکومت په مشخص ډول مقصر نه ګڼو، خو يو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې دغه قضیه لویه کړي او د استاذ عطا په وړاندې يوه دوسیه جوړه کړي چې موږ د افغانستان په روانو شرايطو کې د داسې څه غوښتونکي نه یوو."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د والي او د ولایتي شورا د دغه غړي تر منځ د رامنځته شوې قضیې د څېړلو لپاره د ولسمشر محمد اشرف په حکم يو پلاوی بلخ ولایت ته لېږل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو رئیس او د دغه پلاوي غړي جنرال جمیل کوهستاني ویلي دي چې دغه قضیه تر څېړنو لاندې ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG