د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

عدلیې وزارت: یو شمېر رامنځته شوي ګوندونه او خوځښتونه راجسټر شوي نه دي


د افغانستان د عدليي وزارت وايي، یو شمېر ګوندونه او خوځښتونه چې ګرم فعالیتونه تر سره کوي راجسټر نه دي او وايي چې یادو ګوندونو او د خلکو خوځښتونو ته وخت ورکړل شوی تر څو خپل موجودیت رسمي کړي.

د عدليې وزارت وايي، ځينې ډلو چې له ځينو پېښو وروسته پیدا شوي ژر په راجسټر کېدو اقدام کړی خو ځينې نورې بیا له ثبت کېدو پرته فعالیت کوي.

د یاد وزارت ویاند امان ریاضت وايي چې د افغانستان قوانین په دې اړه ښه وضاحت لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د قانون حکم داسې دی، هر کله چې یو بنسټ، ټولنیز سازمان خپل شرایط چې ورته ټاکل شوي پوره کړي نو د عدليې وزارت ته باید راشي او چې ثبت یې کړو، هغه خوځښتونه او بنسټونه چې تاسې یې نوم اخلی تر اوسه یې مراجعه نه ده کړې."

په هېواد کې د ناامنیو څپو له زیاتېدو سره یو شمېر مدني فعالانو ته ښه فرصت په لاس ورغی چې سره یوځای شي او د هغه څه په اړه چې دوی یې د خلکو غږ بولي د حکومت پر وړاندې ودرېږي.

روشنایۍ غورځنګ مظاهره چیان
روشنایۍ غورځنګ مظاهره چیان

د روښنايي غورځنګ، د ملي نوین جبهه، د ختیځو قومونو شورا، د بدلون لپاره پاڅون، د ګذار خوځښت، د افغانستان د خلکو ملي محور د هغو حرکتونو نومونه دي چې په وروستیو میاشتو کې جوړ شوي دي.

د ګذار په نوم د خلکو د خوځښت اجرائیوي رئیس فهیم فطرت دغو اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې د حرکتونو او خوځښتونو د جوړېدو هدف د عدالت ټينګښت دی نه له هغه زیات څه.

ښاغلی فطرت مني چې یو شمېر دا ډلې راجسټر شوي نه دي خو په باور یې دا ډول خوځښتونه دوامداره نه وي نو ځکه یې د ثبت کېدو اړتیا نشته.

نوموړي زیاته کړه:

"د خلکو غورځنګونه او مدني حرکتونه چې د وخت د یوې پېښې په اړه جوړېږي راجسټر کېدو ته اړتیا نه لري او نه هم دوی دا کار کوي، ځکه چې سازمانونه باید د یوه جوړښت شاهد وي، خو د خلکو بنسټونه لکه د نوم نه یې چې روښانه ده د مشرتابه کوم خاص سیسټم نه لري د خلکو له خوا جوړېږي او د همدوی لخوا رهبري کېږي."

نوموړی ټينګار کوي تر هغې چې د خلکو غوښتنې پوره او ټولنیز عدالت ټينګ نه شي خپل خوځښتونه به ونه دروي.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د خلکو خوځښتونه چې کله له یوه حرکت څخه یې فعالیتونه پراخېږي د یوې ډلې نوم پر ځان اېږدي نو د راجسټر کېدو اړتیا یې ده.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان د ټولو خلکو طبیعي حق دی چې غورځنګ، ګوند او سازمانونه جوړ کړي، خو هغه لقبونه چې دوی یې ټاکي په حقوقي شخصیت بدلېږي او وظیفه یې همدا ده چې ځانونه قانونمند کړي تر څو ځواب ورکونکي وي."

له دې ټولو سره ډلې، ګوندونه او د خلکو خوځښتونه وايي، د دوی فعالیت په هېواد کې د امنیت او ټولنیز عدالت د ټينګښت لپاره دی او د دغه هدف لپاره هرو مرو خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خو هغه څه چې په دې اړه یې اندېښنې لا ډېرې کړي د دغو ډلو ټپلو څخه په بېلابېلو رنګونو ګټه اخیستنه ده.

د عدليې وزارت د اندېښنو ور ها خوا یو شمېر خوځښتونه د عامو خلکو تر انتقاد لاندې هم راغلي او د فعالیتونو په اړه یې غبرګونونه لري.

رحمت الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل په وروستیو کې جوړ شوي خوځښتونه تر ډېره د خپلو شخصي ګټو او جیبونو په فکر کې دي نه د دې چې د عامو خلکو غم وخوري.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی د ملت په خدمت کې نه دي دوی چې کله هم خپلې ګټې په خطر کې ویني ودرېږي، حرکت کوي او ائتلافونه جوړوي موږ ترې څه ګټه نه ده لیدلې."

د کابل یو بل اوسېدونکی ولي محمد وايي، د ستونزو او انتخاباتو په وخت کې تل د ائتلافونو، ګوندونو او ډلو شاهد وي خو تر ډېره یې احساس دا وي چې دا ټول د خپلو ګټو لپاره فعالیت کوي.

خو ایا رښتیا هم همداسې ده؟

کارپوه ودیر صافی وايي چې دا له حقیقته لېرې خبره نه ده چې د دغو ټولنو په منځ کې ځينې کسان په دولت د فشار او عدالت ټینګښت پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

ښاغلی صافی په دې باور دی چې د دومره ډېرو ګوندونو، ټولنو او خوځښتونو سره سره د د افغانستان راتلونکی روښانه نه دی ځکه چې دوی نه دي توانېدلي د عدالت د ټينګښټ لپاره اغېزمن څه وکړي.

ودیر صافی
ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"که دا انتقاد وکړو چې دوی شخصي ملحوظات لري او فعالیت یې نه دی کړی هم ویلای شو ځکه لیدل کېږي چې هېڅ چا هم په دې هېواد کې کار نه دی کړی هغه ګوندونه چې له حکومت سره دي هیڅ څه یې نه دي کړي او هره ورځ کار په خرابېدو دی."

د ودیر صافي په بارو که د خلکو ټولنې، خوځښتونه او ګوندونه قانوني او حرکات یې د خلکو د غوښتنو سره سم پر مخ ولاړ نه شي افغانستان به له نویو ستونزو سره مخ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG