د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

مشرانو جرګه: د نظام سره د مرستې په خاطر دې د حکومت ملاتړ وشي


د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې که هر حزب او سیاسي جریان غواړي د امنیت په ټینګښت کې رول ولوبوي، نو غوره لار یې دا ده چې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر یوې غونډې ته ویلي، که حزب اسلامي ته وخت ورکړل شي، نو په شمال کې امنیت ټینګولای شي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال وايي چې سیاسي ګوندونه د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري، خو په دې شرط چې د یوه منظم پلان له مخې یې له اغېز څخه استفاده وشي.

محمد اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بل هېڅ سیاسي جریان ته اړتیا نه‌شته چې د امنیت د ټنګښت لپاره اقدامات وکړي.

د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې غواړي په افغانستان کې د ولس او یا هم نظام سره مرسته وکړي، باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې له حکومت سره همکاري وکړي، نه دا چې هر یو ځان ته ملېشې جوړې کړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د لغمان یو شمېر قومي سپین ږیرو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې که د شمال د امنیت د ټینګښت مسؤلیت وروسپارل شي، نو حزب اسلامي کولای شي چې دغلته روانه جګړه په شپږو میاشتو کې مهار کړي.

ښاغلي حکمتیار همداراز وویل چې له حکومت سره د سولې له تفاهم‎لیک وروسته په وضعیت کې ځکه جوت بدلون نه‌دی رامنځته شوی چې په خبره‌یې حکومت لا هم د جګړې پر ستراتېژۍ ټينګار کوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

که څه هم حکمتیار په دې اړه چې په شمال کې به څنګه امنیت ټینګ کړي، زیات څه نه‌دي ویلي، خو کابل ته‌یې له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د امنیت د ټینګښت لپاره د حزب اسلامي د چمتووالي خبره کوي.

د حزب اسلامي مشر تر هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې په ورستیو کې طالبانو د ځینو نورو سیمو په ګډون په شمالي ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، خو افغان حکومت وايي، د کابو کولو توان‌یې لري.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې ټول حزبونه او سیاسي جریانونه باید د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د امنیت په ټینګښت کې رول ولوبوي.

د پوځي چارو کارپوه میاګل خالد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ده یوه نېک نظر ورکړی چې زه به امنیت ټینګ کړم، خو که ده ته ونډه ورکړل شي، نو جمعیت به څنګه غبرګون وښیي او نورې ستونزې هم شته، نو ښه به وي چې دوی له امنیتي ځواکونو په ملاتړ د امنیت د ټینګښت په برخه کې رول ولوبوي."

ښاغلي خالد د امنیت په ټینګښت کې له حکومت سره د سیاسي جریانونو په همکارۍ ټینګار کوي او وايي چې په یوازې ځان هېڅ یو سیاسي جریان نه‌شي کولای چې روان خراب امنیتي وضعیت کابو کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG