د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د پاکستان په لاهور کې موټر بم چاودنې ۳۴ کسان ټپیان کړل


د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې موټر بم چاودنه شوې چې د چارواکو په خبره لسګونه کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د لاهور ښار د امنیتي چارواکو په وینا، دغه موټر بم چاودنه د سې شنبې په شپه ناوخته د لاهور د بنډ روډ په اوټ فال نومي سیمه کې وشوه چې لږ تر لږه ۳۴ کسان‌یې ټپیان کړل.

د چارواکو په خبره، چاودېدونکي مواد د مېوې په یوه ټرک کې ځای پر ځای شوي وو چې له امله‌یې د چاودنې په ځای کې نېږدې ۵ فوټه ژوره کنده جوړه شوې او شااوخوا ودانیو ته‌یې زیان رسولی دی.

د لاهور ښار امنیتي چارواکي وايي چې د پولیس او د ژغورنې د ډلې کارکوونکي تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپیان‌یې روغتون ته وړي او د سیمې تر محاصره کولو وروسته‌یې د چاودنې تحقیقات پیل کړي دي.

د یاد ښار د پولیسو یوه مشر ډي. ای. جي اپرېشنز ډاکتر حیدر اشرف له رسنیو سره په خبرو کې وویل، له لومړنیو تحقیقاتو داسې ښکاري چې چاودېدونکي مواد د مېوې په هغه ټرک کې ځای پر ځای شوي وو چې په دغې سیمه کې ولاړ و.

که څه هم حیدر اشرف دا ونه‌ویل چې د دغې چاودنې هدف څه و، خو زیاته‌یې کړه چې لاهور ښار له سترې تباهۍ نه بچ شو.

ښاغلي اشرف زیاته کړه:

"په ظاهره داسې ښکاري چې خدای پاک لاهور له یوې سترې تباهۍ بچ کړ. دا چاودنه د مېوې په یوه موټر کې شوې او زموږ تحقیقاتي ټیم د دغې چاودنې د نوعیت په اړه تحقیقات پیل کړي، څو معلومه کړي چې د چاودنې نوعیت او هدف څه و."

له بلې‌خوا بیا په لاهور کې د یوې ژغورونکې ډلې ویاند جام سجاد حسین فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې د دغه موټر بم د چاودنې په ټپیانو کې د ۳ روغتیايي وضعیت مرګونی دی.

د راپورونو له مخې، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې تر لیرې سیمو تللی او همدا شان‌یې لسګونه موټرې او د یوه نېږدې پوهنتون د لیلیې د ودانۍ په ګډون ګڼو ودانیو ته زیان رسولی دی.

دا په روان کال کې په لاهور کې ۵مه او په تېرو دوو اوونیو کې دوهمه ستره چاودنه ده.

تر دې مخکې د تېرې جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه هم د همدې ښار په فیروز پوره سیمه کې سبزي منډيي ته نېږدې ځانمرګی برید شوی و چې د ۹ پولیسانو په ګډون‌یې ۲۶ کسان وژلي او ۵۴یې ټپیان کړي وو.

د پنجاب ایالات اعلی وزیر شهباز شریف د لاهور چاودنه غندلې او اړوندو ادارو ته‌یې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په لاهور کې د مېوې په ټرک کې د دغې چاودنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG