د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

په لاهور کې چاودنې د ۹ پولیسو په ګډون ۲۶ کسان وژلي


د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې چاودنه شوې چې د چارواکو په خبره، ګڼ شمېر خلکو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لاهور ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا چاودنه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته، د لاهور په فیروزپوره سرک سبزۍ منډيي ته نېږدې «عارفه کریم ای ټي ټاور» ته څېرمه شوې چې د ۹ پولیسو او یوې ښځې په ګډون‌یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي او تر ۵۰ زیات‌یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان چې د دغې چاودنې پر مهال‌یې په اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل چې د چاودنې په قربانیانو کې پر ملکي خلکو سربېره، ګڼ شمېر پولیس هم شامل دي.

د پنجاب صوبې د روغتیا ایالاتي وزیر خواجه عمران نذیر د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې په چاودنه کې د ۲۶ کسانو د مړینې او ۴۹ د ټپي کېدو پخلی وکړ.

نذیر زیاته کړه چې د ښار په لویو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د چاودنې ټپیان‌یې د لاهور بېلابېلو روغتونونو ته وړي، خو د ګڼ شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت‌یې د اندېښنې وړ وباله او د تلفاتو د زیاتېدو وېره‌یې وښوده.

نوموړی په دې اړه وايي:

"له درېيو دولتي او یوه شخصي روغتون نه د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغې چاودنه کې د ۲۶ کسانو د وژنې او د ۴۹ د ټپي کېدو پخلی شوی چې په دوی کې پر ملکیانو سربېره پولیس هم دي، دا مهال تر ټولو زیات ۲۹ ټپیان د لاهور په جناح روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی."

که څه هم لا تر دې دمه امنیتي چارواکو په لاهور کې د چاودنې د څرنګوالي په اړه په دقیقه توګه څه نه‌دي ویلي، خو د پنجاب د روغتیا وزیر رسنیو ته وویل چې د چاودنې په سیمه کې له تباهۍ او ویجاړیو داسې ښکاري چې دا ځانمرګی برید و.

له بلې‌خوا بیا د پنجاب د قانون وزیر رانا ثنا‎الله له رسنیو سره په خبرو کې د لاهور د چاودنې د غندنې تر څنګ د کوم هېواد د نوم اخیستو پرته وویل:

"له پولې پورې غاړې ترهګر د دغو بریدونو پر مټ غواړي، په خلکو کې وېره خپره کړي او پر خلکو یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ په مخنیوي کې دې له حکومت سره مرسته وکړي."

دا په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پنجاب په مرکز لاهور کې د ترهګرۍ دوهمه خونړۍ پېښه ده چې تر دې مخکې د فبرورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه هم د دغه ښار په مال روډ کې ځانمرګي برید د پولیسو او ملکي کسانو په ګډون ۱۸ کسان وژلي او ۸۷ نور یې ټپیان کړي وو.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د پوځ مشر او د پنجاب د اعلي وزیر په ګډون ګڼ شمېر سیاسي مشرانو په لاهور کې چاودنه غندلې او پر ځاني زیان‌یې خواشیني ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې د رسنیو د راپورونو له مخې، په لاهور کې د دغې چاودنې مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG