د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

په لاهور کې چاودنې ۲۶ کسان وژلي او ۴۹ یې ټپیان کړي


د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې چاودنې شوي چې د چارواکو په خبره ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د لاهور ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا چاودنه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د لاهور په فیروز پوره سړک سبزي منډيي ته څېرمه عارفه کریم. اې ټي ټاور ته نېږدې شوي چې تر دې دمه یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي او ۴۹ نور يې ټپیان کړي دي.

د پنجاب صوبې د صحت صوبايي وزیر خواجه عمران نذیر د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې په چاودنه کې د ۲۶ کسانو د مړینې او ۴۹ د ټپي کېدو پخلۍ وکړ.

نذیر زیاته کړه چې د ښار په لویو روغتونونو کې یې بیړنۍ حالت اعلان کړی او د چاودنې ټپیان یې د لاهور بېلابېلو روغتونونو ته وړي خو د ګڼ شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ او د تلفاتو د زیاتېدو وېره ښيي.

نوموړي همداشان وویل چې د چاودنې په مړو او تپیانو کې پر ملکي کسانو سربېره پولیس سرتېري هم شامل دي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"په چاودنه کې تردې دمه ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۹ ټپیان دي چې موږ روغتونونو ته وړي دي او درملنه یې روانه ده، خو په دغو کې د ۸ روغتیايي وضعیت ښه نه دي او ښايي د مړو شمېر پورته شي."

که څه هم لا تر دې دمه امنیتي چارواکي په لاهور کې د چاودنې د څرنګوالي په اړه په دقیقه توګه څه نه دي ویلي، خو د پنجاب د صحت وزیر رسنیو ته وویل چې د چاودنې په سیمه کې له تباهۍ او ورانۍ داسې ښکاري چې دا ځانمرګی برید و.

د پنجاب د قانون صوبايي وزیر رانا ثناء الله د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې د لاهور د چاودنې د غندنې ترڅنګ وویل چې پاکستان دا مهال د ترهګرۍ ښکار دی او پر خلکو یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ په مخنیوي کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.

له بلې خوا بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان چې په لاهور کې د چاودنې پر مهال یې په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا کوله وویل چې د دغه چاودنې په قربانیانو کې پر پولیسو سربېره عام ملکي کسان هم شامل دي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، د پوځ مشر او د پنجاب د اعلي وزیر په ګډون ګڼ شمېر سیاسي مشرانو په لاهور کې چاودنه غندلې او پرځاني زیان یې خواشیني ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې د لاهور د چاودنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومه وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

راپور: ذبیح مومند

  • پخواني معلومات:

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې چاودنې شوې چې د چارواکو په خبره ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنۍ د لاهور د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دا چاودنه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د لاهور په فیروز پوره سړک شوې چې تر دې دمه یې ۹ کسان وژلي او ۱۵ تپیان کړي دي.

ډان خبري اژانس د لاهور د یوه امنیتي چارواکي عمران اعوان په حواله په دغه چاودنه کې د ۹ کسانو د وژنې او د ګڼ شمېر نورو د تپي کېډو پخلی کړی او زیاتوي چې د چاودنې ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي دي.

که څه هم چارواکي وايي چې پولیس او روغتیايي چارواکي د پېښې خای ته رسېدلي، خو تر دې دمه یې لا د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي چې آیا دا ځانمرګی برید و که بمي چاودنه.

تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې د دغه چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخېستی.

په دې اړه به نور تفصیل وروسته....

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG