د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

دفاع وزارت د افغان ځواکونو په لیکو کې د بچه‌بازۍ په اړه د سیګار ادعا رد کړه


د افغانستان د دفاع وزارت د افغان ځواکونو په اړه د سیګار هغه څرګندونې بې‌ځایه بولي چې ویلي یې دي د ځواکونو په لیکو کې له ماشومانو جنسي او ناوړه استفاده کېږي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وزارت هېڅ کارکوونکی له ۱۸ کلونو کم عمر نه لري.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"که د وسله‎والو ځواکونو ټول قطعات وکتل شي د ۱۸ کلونو یو کم عمره هم نه‌شئ پیدا کولای، موږ په دې اړه ځانګړې پالېسي لرو او هر څوک چې شک لري رادېشي قطعات دې وګوري، موږ چلنج ورکوو چې زموږ په پرسونل کې له ۱۸ کلونو کم عمره څوک نه‌شته."

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري وايي چې که د سیګار په ادعا کې ځيني د تعقیب وړ موارد شامل وي وبه‌څېړل شي.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې په وروستي یوه راپور کې د امریکا د سنا له مجلسه غوښتي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د بچه‌بازۍ موارد وڅېړي.

سیګار ویلي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې داسې وخت بچه‌بازي او له ماشومانو ناوړه استفاده کېږي چې دا ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له‌خوا روزل شوي دي.

سیګار غوښتنه کړې که د کوم هېواد ځواکونه قوانین ماتوي باید د امریکا له‌خوا یې ملاتړ پرې شي.

دې بنسټ که څه هم ځانګړو مواردو ته اشاره نه‎ده کړې، خو ویلي یې دي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې ماشومان استخدام شوي چې ترې ناوړه او جنسي استفاده کېږي.

په همدې ډول سیګار ادعا کړې چې افغان حکومت او پنټاګون په دې اړه تر اوسه لازم اقدامات نه‌دي کړي.

د افغانستان مشرانو جرګه بیا وايي چې دوی تر اوسه په دې اړه هېڅ شکایت نه‌دی تر لاسه کړی چې د ځواکونو په لیکو کې بچه‌بازي موجوده ده او له ماشومانو ناوړه استفاده کېږي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ په دفاعي نظام کې باید د عقیدې بحث ډېر قوي وي او که څه ملاحظات وي باید حل شي د دغو مواردو په اړه موږ مشخص څه نه‎لرو او نه‌هم څه شکایت موږ ته رارسېدلی دی."

بچه‌بازي یا له ماشومانو څخه جنسي استفاده د افغانستان د قوانینو له مخې مردوده ګرځول شوې، خو لیدل کېږي چې د افغانستان په ځينو ځایونو کې خلک دا کار ترسره کوي.

نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د بچه‌بازۍ فعل‌یې په جزايي کوډونو کې شامل کړ چې له مخې یې د دغه فعل کوونکو ته مجازات ورکول کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG