د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ټایمز: ښايي اجیر سرتیري افغانستان کې د امریکا جګړه پر مخ یوسي


واشنګټن اېګزاماینر خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په یوه اړه یو مطلب خپور کړی دی چې عنوان يې دی(پنټاګون د نیم میلیارد ډالرو له لګښت وروسته په دې نه پوهېږي چې د افغانستان د استخباراتو پروګرام ګټور و یا نه؟)

واشنګټن اېګزاماینر خپرونې په دې برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د چارو د سرمفتش سیګار راپور ته په اشاره لیکي:

له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د افغان استخباراتي افسرانو په روزنه ۴۸۰ میلیونه ډالر لګولي خو د دې پروسې په څارنه کې د نیمګړتیاوو له امله دا معلومول ستونزمن دي چې ایا دې هڅو په افغانستان کې د استخباراتي عملیاتو په برخه کې کوم پرمختګ راوستی او کنه؟

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي زیات شمېر افغانانو چې په وزارتونو کې يې د لارښونو په هدف روزنه ترلاسه کړې، د روزنې پروسه نیمګړې پریښې ده او نیم هغه تأسیسات او سیمې چې د استخباراتي روزنې لپاره جوړې شوي، له پلان سره سم افغان حکومت ته نه‎دي سپارل شوي.

واشنګټن اېګزاماینر د سیګار په حواله وايي، سره له دې چې دې پروګرام له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده خو دا تقریباً نا ممکنه ده چې وویل شي چې ایا دې پروګرام د۴۸۰ ډالرو د لګښت ارزښت درلود او که څنګه؟

ټایمز:

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې بیا تردې عنوان لاندې چې ښايي اجیر سرتیري په افغانستان کې د امریکا جګړه پر مخ یوسي، یوه مقاله خپره کړې ده.

ټایمز لیکي:

په داسې وخت کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان پر ستراتیژۍ غور کوي، ښاغلی ټرمپ پر دې هم فکر کوي چې امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي او د جګړې چارې امنیتي قرادادیانو ته وسپاري.

د مقالې لیکوال وايي، دا پیشنهاد د بلېک واټر په نوم د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ مشر ایریک پرنس له‎خوا شوی دی او په داسې حال کې يې د امریکايي چارواکو پام ځانته اړولی دی چې سپینه ماڼۍ، پنټاګون او د بهرنیو چارو وزارت پردې اختلاف لري چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر زیات او که کم کړي.

د بلېک واټر امینتي کمپنۍ بنسټ ایښودونکی ایریک پرنس چې خور يې د ډونالډ ټرمپ په کابینه کې د پوهنې وزیره ده والسټریت ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې يې د یوه امریکايي وایسرای د ټاکلو پلان طرحه کړی دی.

دا پلان یو چوکاټ مطرح کوي چې په څه ډول قراردادیان په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو ځای ونیسي او څرنګه له افغان ځواکونو همکاري وکړي.

د بلېک واټر بنسټ ایښودونکي فاکس نیوز ته ویلي، ښاغلي ولسمشر ته یو داسې ناورین په میراث کې پاتې چې په لویه بیه تمام شوی دی.

ایریک پرنس ویلي، موږ د یوې جګړې دومره لګښت ورکوو چې د بریتانيې له ټولې دفاعي جنګي بودجې سره برابره دی.

د هغه په خبره دا لویه بیه ده او دا پالیسي کار نه ورکوي.

ایریک پرنس ویلي پنټاګون کولی شي د ده د پلان په عملي کولو سره ۴۰ میلیارده ډالر وسپموي.

XS
SM
MD
LG