د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

سیګار: په افغانستان کې د امریکايي چارواکو پر ګرځېدو محدودیت خطرناک پیغام لري


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، په افغانستان کې د امریکايي حکومتي کارکوونکو پر ګرځېدو بې‌ساري محدودیتونه افغانانو ته خطرناک پیغام رسوي او په دې هېواد کې د امریکا د کارونو مخ ته خنډ ګرځي.

د سیګار په تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې د امریکا حکومتي کارکوونکي په نادره توګه په کابل کې د متحده ایالاتو له سفارت دباندې وځي او کله چې ووځي نو په سختو امنیتي تدابیرو کې یوازې د ښار په زرغونه سیمه یا ګرین زون کې وي.

سیګار وايي، د امریکايي چارواکو دې کار د کابل اوسېدونکي ناهیلي کړي دي.

په راپور کې ویل شوي د دېوالونو تر شا پټېدل نه‌یوازې دا چې په افغانستان کې د امریکا ملکي مأموریت زیانمنوي بلکې د پوځي مأموریت د نیمګړتیا سبب هم کېږي.

د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو زیاته کړې، عامو افغانانو ته د امریکايي چارواکو رسېدل محدود دي او دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د ثبات، د قانون د حاکمیت او د اقتصادي ودې لپاره اړین دي.

جان سوپکو
جان سوپکو

د سیګار راپور وړاندې وايي، دا کار دوست او دښمن ته یو غیر عمدي، خو خطرناک پیغام رسوي او هغه دا چې له ترورېستانو باید ډار وشي او هغوی ښايي ګټونکي وي.

افغانستان او په ځانګړي ډول د کابل ښار په وروستیو څلورو میاشتو کې د زیات تاوتریخوالي شاهد و.

ځواک: لښکرګاه کې موټر بم چاودنې ۳۰ تنه وژلي له ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

سیګار په دې برخه کې په کابل کې د روژې په میاشت کې د ټانکر بم برید چې د طالبانو له سقوط وروسته په کابل کې تر ټولو خونړۍ حمله وبلل شوه او څه د پاسه ۱۵۰ کسان‌يې ووژل او د نورو بریدونو تر څنګ د عراق پر سفارت د دوشنبې د ورځې د برید یادونه کړې ده.

په کابل کې د عراق پر سفارت د حملې عکس.
په کابل کې د عراق پر سفارت د حملې عکس.

جان سوپکو د ملګرو ملتونو له‌خوا د خپرو شویو شمېرو په حواله ویلي یوازې د سږني کال د مارچ او مې د میاشتو ترمنځ شوی تاوتریخوالی له هغې نه مخکې د څلورو میاشتو د پېښو په مقایسه ۲۱ په سلو کې زیات و.

نوموړي ویلي محتاط اوسېدل ښه کار دی، خو د امریکا حکومت باید منځلاريتوب غوره کړي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش په خپل راپور کې ویلي د جګړې په سیمو کې خطر د کار یوه برخه ده او د امریکا حکومت باید داسې تګلاره غوره کړي چې هم‌يې وګړي خوندي وي او هم هغوی د کار اجازه ولري.

XS
SM
MD
LG