د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د ښځو چارو وزارت وايي روان کال‌یې له ښځو سره د زورزیاتي ۱۶۳ قضیې ثبت کړي


د افغانستان د ښځو چارو د وزارت موندنې ښيي چې په روان لمریز کال کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي ۱۶۳ پېښې رامنځته شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د مسؤلینو په خبره په دغو قضیو کې ۶۴ پر ښځو د جنسي تېري، ځان وژنې او له زورزیاتي څخه د خلاصون لپاره، د ښځو د ځان وژنې او ځان سوځونې قضيې شاملې دي.

د دغه وزارت د پالېسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ د سې شنبې په ورځ په دې اړه، په یوې خبري ناسته کې وویل:

"له بده مرغه بیا هم له ښځو سره ډېر زورزیاتی شوی، قضیې یې ۶۴ وې، په دې کې دوه د جنسي تېري، او ۶۲ یې د ځان وژنې، ځان سوځونې، د تېزابو څښل او داسې نورې وې چې ښځه یا نجلۍ ځنې مړه شوې ده."

سپومۍ وردګ
سپومۍ وردګ

دغه وزارت وايي، په دغو قضیو کې د کمزوري زورزیاتي ۹۹ او ۵۰ هغه قضیې شاملې دي چې د مېړه او ښځې د بېلتون هڅې په‌کې شوي، خو ستونزه د مشورو له لارې حل شوې ده.

جوزجان، تخار، بغلان، سرپل، هرات، کندز، غور او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د دغه وزارت په وینا پر ښځو د زورزیاتي، د دوی د وژنو او په خپله د دوی له‌خوا د ځان وژنې پېښې په‌کې ډېرې رامنځته شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د پېښو کمېدو ته خوشبینه دی، خو دا نه‌وايي چې دغه زورزیاتی څو فیصده کم شوی دی.

په ورته وخت کې دیني عالم شمس‌الرحمن فروتن وايي، کوم زورزیاتی چې په وروستیو کلونو او وروستیو میاشتو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د ښځو پر وړاندې وشو، داسې پېښې دي چې له اسلام نه به په مخکې دورو کې پېښېدلې.

ښاغلي فروتن په دغې خبري ناسته کې وویل، هر نارینه چې له ښځې سره زورزیاتی کوي، ځان ته دې غیرتي انسان نه‌وايي ځکه، په دې کار سره د اسلام حرمت تر پښو لاندې کوي.

مولوي عبدالرحمن فروتن
مولوي عبدالرحمن فروتن

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تل د ښځو پر حقونو بحث کړی، خو په خواشینۍ سره چې زموږ په ټولنه کې نه‌پلي کېږي، کوم زورزیاتی او تاوتریخوالی چې د افغان مېرمنو پر وړاندې کېږي، له اسلام څخه دمخه ټولنه کې هم نه‌و."

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ښځو پر وړاندې یې د زورزیاتي ۲۴۰۰ قضیې چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ورسېدلې وې، حل کړي دي او حتی د ځینو قضیو عاملین د اعدام په جزا هم محکوم شوي دي.

د یادونې ده چې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي چې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د پېښو کومه شمېره په روان کال کې له ازادي راډیو سره شریکه کړې، د ښځو چارو وزارت له شمېرې څخه څو برابره زیاته ده.

رسولي وايي، دوی په تېرو درېیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي ۳۴۸ قضیې ثبت کړي چې تر څېړنو لاندې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG