د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د بشر حقونو کمېسیون: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۸،۳ سلنه لوړه شوې


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین وایي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله ۸،۳ سلنه لوړه شوې ده.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغې موده کې په دې اړوند له ټول افغانستان څخه د بشر حقونو له خپلواک کمېسیون سره ۹۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند احمد بلال صدیقي
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند احمد بلال صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

"د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۹۵۲ قضیې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاریه درې فیصده ډېروالی ښيي او دغه کمېسیون په همدې اړه اندېښنه لري، بدبختانه د افغانستان په ټولو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې تر سره کېږي."

دی وايي چې په دغه تاوتریخوالي کې د ښځو وژل، په بدو کې د نجونو ورکول، جنسي تېری، وهل او ټکول شامل دي.

صدیقي زیاته کړه، یوازې په تېره اوونۍ کې د قتل ۵ قضیې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د بشر د حقونو له کمېسیون سره ثبت شوي چې په خبره‌یې د دغو قضیو عاملین تر دې دمه د قانون منګولو ته نه‎دي سپارل شوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‎مخې، که څه هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټول هېواد کې شته، خو په روان کال کې تر ډېره د تاوتریخوالي کچه په مرکزي زون کې ډېره شوې ده.

بې‌سوادي، غریبي، نا امني، د قانون نه‌عملي کېدل، د غیر مسؤله وسله‎والو موجودیت، عدلي او قضایي ارګانونو ته نه‎‌لاسرسی او تر څنګ‌یې اداري فساد هغه څه دي چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه‌یې لوړه کړې ده.

دغه کمېسیون له حکومته وغوښتل چې د معافیت اصل له‎منځه یوسي او د دغو قضیو عاملین مجازات کړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه د حکومت له ژمنو څخه ده او په دې اړه جدي دی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه حکومت ژمن دی او په همدې خاطر یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه یوه کړنلاره جوړه کړې چې په ترڅ کې به‌یې هغه کسان مجازات شي چې د ښځو پر وړاندې یې تاویریخوالی کړی او قضیه به‌یې په جدي ډول وڅېړل شي."

په ورته وخت کې د افغان ښځو ټولنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې په لوړېدو اندېښنه وښودله او زیاته‌یې کړه، تر هغه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ټول هېواد کې پلی نه‎شي، نا ممکنه ده چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

د دغې ټولنې غړي ټینګار کوي چې دیني علماء باید د ښځو د حقونو په اړه په ټول افغانستان کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG