د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

اپوزېسیون ګوندونه: شریف دې استعفا ورکړي خو پارلمان دې وخت پوره کړي


د پاکستان په پارلمان کې اپوزېسیون ګوندونو یوځل بیا د دې هېواد له صدراعظم نواز شریف څخه غوښتي چې له خپلې دندې دې استعفا ورکړي.

دا غوښتنه په پارلمان کې د سیاسي ګوندونو مشرانو د جمعې په ورځ په هغه غونډه کې کړې چې مشري یې د اپوزېشن مشر او په پارلمان کې د پپلز ګوند غړي سید خورشید شاه کوله.

د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو دا غوښتنه وروسته له هغې تېزه کړې چې د پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عوایدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر وموند.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر خورشید شاه د اپوزېسیون ګونددونو د استازیو تر غونډې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوی په دې خبره همغږي شوي چې پارلمان دې خپله قانوني موده پوره کړي، خو له وزیراعظم نواز شریفه یې وغوښتل چې خپله ژمنه پوره کړه:

" له پارلمان او قوم سره دې کړې هغه ژمنه پرځای کړي چې ویلي یې و، که د فساد تور راباندې ثابت شو، له دندې استفعا ورکوم."

هغه په دې اړه وویل:

"موږ دا ګڼو چې د ملک صدراعظم، د ملک مشران هېڅکله قوم ته دروغ نه وايي، یقیناً چې نواز شریف له قوم سره ژمنه کړې وه چې [ که تور پرې ثابت شو] نو هغه وخت به له خپلې دندې استعفا وکړي، خو نن نواز شریف وعده خلافي وکړه او اعلان یې وکړ چې استعفا نه ورکوي، خو قوم له هغه استعفا غواړي."

خورشید شاه زیاته کړه، زما د اپوزېسیون له ګوندونو او د پاکستان له ولسه دا غوښتنه ده چې موجوده حکومت دې خپلې مودې پوره کولو ته پرېږدي د پارلمان کار دې روان وي، جمهوریت دې روان وي او په خپل وخت دې انتخابات اعلان شي.

عمران خان
عمران خان

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، موږ په هېواد کې د جمهوریت پرځول نه غواړو، بلکې اپوزېسیون ګوندونه په دې متفق دي چې د پاناما اسناد تحقیقاتو په لړ کې به د پاکستان د سترې محکمې د هرې پریکړې ملاتړ کوي:

"ټول اپوزېسیون په د متفق دی چې د سترې محکمې هره پریکړه وي، موږ به یې پوره پوره ملاتړ کوو، موږ د جمهوریت او قانون پلوي و او زموږ مقصد هېڅکله د روان سیسټم پرځول نه و، نه دی او نه به وي."

که څه هم په دغه غونډه کې د عوامي نېشنل او قومي و‌طن ګوند استازیو هم ګډون کړی و، خو دوی بیا وايي چې په دې لړ کې به خپل دریځ د پانامو اسنادو په اړه د پاکستان د سترې محکمې تر پریکړې وروسته څرګند کړي.

له بلې خوا بیا د پاکستان صدراعظم نواز شریف د جمعې په سهار د خپل ګوند له مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته په ډاګه اعلان وکړ چې "په هېڅ صورت به استفعا ورنه کړي".

ښاغلي شریف پرځان لګېدلي تورونه او د ګډ تحقیقاتي ټیم راپور رد او ټینګار یې کړی چې وجدان یې پاک دی او په خبره يې چې ستره محکمه به یې خبره واوري.

د یادونې وړ ده چې د پاناما اسنادو په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې ګډ تحقیقاتي ټیم د روانې میاشت په ۱۰ نېټه خپلې موندنې دپاکستان سترې محکمې ته وړاندې کړي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې دوشنبې ورځ څخه به یې اورېدنه پیلېږي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG