د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

د شریف کورنۍ پر دوی د فساد د ادعا په اړه د پلټونکي کمېسیون راپور رد کړ


د پاکستان د صدراعظم نواز شريف کورنۍ او ملاتړو يې هغه راپور رد کړ چې د دې هېواد يوه پلټونکي کمېسیون خپور کړی او وايي، د شريف کورنۍ تر خپل عايد زیاته شتمني لري.

  • دا پلټنې ولې پيل شوې؟

تېر کال د موساک فونيسکا «Mossack Fonesca» په نوم د پاناما یوه حقوقي شرکت ۱۱.۵ میليونه محرم اسناد خپاره کړل او د نړۍ د بډايه او قوي کسانو هغه تجارتونه‌يې افشا کړل چې له خپلو هېوادونو دباندې يې پر مخ وړي.

نواز شریف
نواز شریف

په دغو اسنادو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د کورنۍ سره اړوندو هغو تجارتونو معلومات خپاره شول چې له پاکستانه دباندې يې لري.

په اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو، د ده د لور او سياسي ځای ناستې مريم او د دوو زامنو حسن او حسین نومونه ياد شوي وو.

د پاکستان د ګډو پلټنو ټيم د تحقيقاتو لپاره دوه مياشتې وخت واخيست چې د دې هېواد د سترې محکمې له‌خوا ټاکل شوی وو او خپل اخري نتايج‌يې د دوشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې کړل.

  • دې هر څه د پاکستان پر سياسي او اقتصادي وضعيت څه اغېز کړی؟

له دغو پلټنو سره پانګه‌وال بېره لري چې که نواز شريف له خپلې دندې ګوښه شي، دا هېواد به له څو کلونو ثبات وروسته له بحران سره مخامخ شي او له همدې کبله له جون مياشتې راهيسي د دې هېواد د اسهامو بازار راټيټ شوی دی.

اسلام اباد
اسلام اباد

د پلټنو د نتايجو د راپور تر خپرېدو وروسته نن د اسهامو بازار ۳.۱ فیصده راټيټ شو.

د يادونې وړ ده چې دغه راپور مخکې نه‌و خپور شوی، خو د راپور ځيني پاڼې پر انترنټ خپرې شوې وې او له دې سره سياسي مخالف عمران خان له شريفه د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.

راپور وايي چې د شريف شتمني يوازې د ده د تجارت نتيجه نه‌ده.

د شريف په دغو شتمنيو کې په لندن کې د ګرانې بيې کورونه شامل دي.

مریم نواز شریف
مریم نواز شریف

د نواز شريف لور مریم نواز شريف پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:

د پلټونکي کمېسیون راپور ردوو، موږ به هره ادعا په ستره محکمه کې له‌منځه وړو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پلټنو د پایلې په راپور کې وړانديز شوی چې د پاکستان د محاسبې ملي اداره چې د اداري فساد پر وړاندې کار کوي، بايد د نواز شريف پر خلاف شکايت ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG