د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

له نواز شريفه د پاناما اسنادو په لړ کې د اداري فساد تحقیقات پیل شول


د پاکستان صدراعظم نواز شریف.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد د سترې محکمې په امر د ده د کورنۍ د غړیو له خوا د پېسو او له هېواده بهر د کمپنیو د لرلو په لړ کې پاناما اسنادو د څېړنو لپاره جوړې شوې ګډ پلټونکي ټیم په وړاندې حاضر شو او د دغه ټیم پوښتنو ګروېږنو ته یې ځواب ووایه.

د پاکستان سترې محکمې په پاناما اسنادو کې د دې هېواد د صدراعظم نواز شریف د کورنۍ د غړیو د نومونو تر راتلو وروسته د روان کال په اپرېل مياشت کې پر نواز شریف د لګېدلو اداري فسادونو د تورونو د تحقیقاتو لپاره د یوه ګډ پلټونکي ټيم د جوړولو حکم ورکړ چې د دې ادعا په اړه تحقيات وکړي او په ۶۰ ورځو کې خپل راپور جوړ کړي.

په دغه ګډ پلټونکي ټیم کې د پاکستان د استخباراتي ادارو د استازیو پر ګډون د شمېر مهمو ادارو استازي ګډون لري چې تر دې دمه یې پر نواز شریف سربېره د هغه له دوو زامنو حسن نواز او حسین نواز نه هم څو څو واره پوښتنې ګروېږنې کړي دي.

د تحریک انصاف په ګډون د پاکستان اپوزېسیون ګوندونو تر هغې وروسته پر نواز شریف د فساد تورونه ولګول او د هغه پرخلاف یې په ستره محکمه کې قضیه دایره کړه چې تېر کال د پاناما په نوم اسناد رابرسېره شول چې له پاکستانه په بهر يې د ښاغلي شریف د کورنۍ اړوند تجارتونو معلومات خپاره کړل.

په دغو اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو،دوو زامنو او یوې لور نومونه ياد شوي و.

نواز شریف چې پر ځان او کورنۍ د پاناما اسنادو تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې په دې لړ کې هر ډول پلټنو ته حاضر دی.

صدراعظم نواز شریف په اسلام اباد کې ګډ پلټونکي ټیم ته تر حاضرېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې دا ورځ په هېواد کې د قانون او ډیموکراسۍ د برلاسۍ لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې حکومت او کورنۍ یې په دې لړ کې هر وخت احتساب ته تیار دي، خو نوموړي دا ویل چې ایا هغه به بیا دغه پلټونکي ټیم ته حاضر شي که نه؟

نواز شریف.
نواز شریف.

نوموړی په دې اړه وايي:

"ما اوس اوس ګډ پلټونکي ټیم په وړاندې خپل دریځ ووایه، زما د ټولو اثاثو او وساېلو ټول اسناد لا له مخکې د سترې محکمې په ګډون په ټولو اړوندو ادارو کې موجود دي، خو نن ما یو ځل بیا دا ټول اسناد ګډ پلټونکي پلاوي ته ورکړل، زما په خیال د قانون د برلاسۍ لپاره نننۍ ورځ بنسټیز اهمیت لري او په دې لړ کې ما، زما حکومت او زما ټولې کورنۍ ځان احتساب ته وړاندې کړی دی."

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې برحاله صدراعظم د اداري فساد په تورونو سترې محکمې په حکم د پوښتنو ګروېږنو لپاره د تحقیقاتو ټیم پر وړاندې حاضرېږي.

په عین حال کې دښاغلي شریف لور مریم نواز ګډ تحقیقاتي ټیم ته د نواز شریف تر حاضرېدو مخکې پر خپلې ټویټر پاڼې دایوه تاریخ جوړونکې ورځ بللې وه.

د رسنیو د راپورنو له مخې، ګډ پلټونکي پلاوي له ښاغلي نواز شریفه نېږدې ۳ ساعته پوښتنې ګروېږنې کړي، خو په دې اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

راپورونه وايي چې په اسلام اباد کې ګډ تحقیقاتي ټیم ته د د صدراعظم نواز شریف حاضرېدو پر مهال په دې ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و.

د یادونې وړ ده چې د ګډ پلټونکي ټیم پر نواز شریف سربېره د هغه ورور او د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف او د نواز شریف زوم کپټن صفدر هم د روانې میاشت په ۱۷ مه او ۲۴مه نېټه د تحقیقاتو لپاره ورغوښتي دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG