د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ځیني سناتوران: امریکا دې پالېسي کې پر پاکستان پوځي اقدام ته هم ځای ورکړي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې هغه وخت د افغانستان لپاره د امریکا د نوې پالېسۍ په اړه هیلې پيدا کېږي چې په پاکستان باندې فشار راوړلو ته په‌کې پام شوی وي.

یو شمېر افغان سناتوران په دې باور دي چې د افغانستان د جګړې د ختمېدو او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره، امریکا باید په خپلې نوې پالېسۍ کې په پاکستان فشار راوړلو ته ځای ورکړي.

د مشرانو جرګې غړې نجیبې حسیني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که دغې مسئلې ته پام ونه‎شي، نو د افغانستان لپاره د امریکا نوې جوړېدونکې پالېسۍ ته زیاته نه‎شي هیله‎منده کېدای.

اغلې نجیبې ټینګار وکړ چې حتی امریکا دې په پاکستان پوځي اقدام هم په پام کې ونیسي.

نوموړې زیاته کړه:

"یوه موضوع چې ویل کېږي، هغه مرستې چې په پوځي، په ځانګړي توګه د هوايي ځواک په برخه کې دي، کولای شي مثبت ګام وبلل شي، خو هغه وخت د امریکا په پالېسۍ باور کېدای شي چې واقع‎بینانه وي او په هغې کې په پاکستان لازم فشارونه وارد شي."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغان ولسمشر د سې‎شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د کابل په اړه د واشنګټن د پالېسۍ په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې‌ویل چې په تېرو ۶۰ کلونو کې په دې کچه د افغانستان د امنیت او د سیمې د سیاست په اړه اساسي بحث نه‌و شوی.

ښاغلي غني وویل، په دې اړه پرېکړې چې د هغه په وینا وروستیو پړاونو ته رسېدلي او مثبتې خوا ته روانې دي، احترام لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

محمد اشرف غني وویل، په عمل کې لیدل شوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره ۸۶۰ مېلیونه ډالره ځانګړي کړي او همدارنګه د افغانستان په جګړه کې په سلو کې ۳۰ تلفات راکم شوي دي.

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان د جګړې په اړه خپله پالېسي اعلان کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په افغانستان کې د جګړې د دوام پالېسي د افغانستان په ګټه نه‎بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ناصر شفیق نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، امریکا دې ځکه په خپله پالېسي کې پر پاکستان د فشار تمرکز زیات کړي، څو دغه هېواد له جګړې لاس واخلي.

ښاغلي شفیق وویل:

"که د جګړې د ختمېدو لپاره هر څومره په پوځي لارې ټینګار وکړو، جکړه پای ته نه‎شي رسېدلی او که موږ د سولې لاره غوره کړو، نو په دې برخه کې په پاکستان باندې فشار راوړلو ته اړتیا ده او هم باید افغان حکومت په دې برخه کې شنه څراغونه ښکاره کړي، څو داسې تصور ونه‌شي چې افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره علاقه نه‎لري."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان له پاکستان غوښتنه کړې وه چې دولت په دولت سوله وکړي.

ښاغلي غني ټینګار کړی، که له پاکستان سره بنیادي خبرې ونه‎شي، نو دغه هېواد په افغانستان کې له سپين او تور بیرغ سربېره یو بل بیرغ هم زیاتوي.

افغان ولسمشر ویلي، په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې روانې دي او پاکستان دا مهال د نړیوالو تر بنیادي فشار لاندې دی.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG