د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

سیلین: د افغانستان ستونزه پاکستان دی


له واشنګټن څخه خپرېدونکي ډیلي کالر ویب پاڼې د امریکا د یو متقاعد ډګروال لاورینس سیلین لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی «د افغانستان ستونزه پاکستان دی»

لیکوال په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې وايي، حتی د پاکستان پخوانی سفیر وايي چې دده د هېواد پر وړاندې باید جدي چلن خپل شي.

دا متقاعد امریکايي صاحب منصب په خپله لیکنه کې وايي، امریکا تر هغې افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی څو چې پاکستان د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

لیکوال زیاتوي، باید تېروتنه ونه کړو، پاکستان په افغانستان کې د امریکا بریالیتوب نه غواړي او دا ځکه چې پاکستان افغانستان ته د خپل نفو‌‌ذ د یو هېواد په توګه ګوري.

لیکوال له پاکستان سره د امریکا ملیاردونو ډالرو مرستو ته اشاره کوي چې د جورج بوش او بارک اوباما د ولسمشریو په دورو کې دې هېواد ته ورکول شوي او زیاتوي دې مرستو هېڅ کله پاکستان دې ته ونه هڅوو چې له افغان طالبانو سره اړیکې پرې کړي.

لیکوال لیکي پاکستان تر ډېره په طبیعي توګه یو ملت نه دی بلکې د بریتانیا له خوا د هندوستان د وېش په نتیجه کې له بېلابېلو ټوټو او قومونو یو جوړ شوی هېواد دی.

لیکوال وايي، د اسلامپالنې او سخت دریځۍ پروګرام نوښت د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال ضیاالحق وکړ او هدف یې په دې هېواد کې د توکم پر بنسټ د بېلتون غوښتنې د غورځنګونو زپل وو.

هافینګټن پوسټ:

هافینګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو او د دې هېواد په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پالیسۍ په اړه په شته انتظار لیکنه کړې.

ورځپاڼه په افغانستان کې د روژې په مبارکه میاشت کې پرلپسې مرګونو او خونړیو پېښو ته اشاره کوي او وايي په داسې حال کې چې افغانستان سوزي، د هیله مندۍ سترکې د امریکا د دې اوږدې جګړې په اړه د واشنګټن نوې پالیسۍ ته دي.

د لیکنې په وینا، ویل شوي و چې ولسمشر ټرمپ به په بروکسل د ناټو د مشرانو سره تر خپلو وروستیو لیدنو وروسته خپله افغان پالیسي اعلان کړي.

خو د افغانستان د خرابیدونکي امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره نوي څه لا نه دي اعلان شوي.

د لیکنې لیکوال لیکي، ټولې نښې داسې ښيي چې افغانستان اوس په یو دلدل بدل شوی او ولسمشر ټرمپ اړ دی چې په اړه یې یوه لاره چاره خپله کړي.

XS
SM
MD
LG