د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

صدیقي: پر ډیورند کرښې د پاکستاني پوځيانو پر مختګ باید وڅېړل شي


د افغانستان مشرانو جرګه وایي، حکومت باید د افغانستان خاورې ته د پاکستاني پوځیانو پرمختګ او د دوی له خوا پر ډیورند کرښې د اغزن سیم غځول و څېړي.

د یادې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صديقي چې د جرګې د یکشنبې د ورځې مشري یې کوله د دې ترڅنګ چې پر حکومت یې غږ وکړ چې د پاکستان د دغه کار په وړاندي چپه خوله پاته نه شي، د جرګې له اړوندو کمېسیونونو یې هم وغوښتل چې د موضوع په اړه اړوند دولتي مسؤلین وروغواړي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د نړیوالو اړیکو او دفاعې کمېسیون مسؤلیت لري چې د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت د استخباراتو او د پاکستان د سفارت مسؤلین ور وغواړي او دغه مسئله باید په ډېر جدیت سره و څېړل شي."

د راپورونو له مخې له تېرو درېیو میاشتو را په دي خوا پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځول پیل کړي چې دې کار د افغان حکومت تُند غبرګونونه هم راپارولي دي.

پاکستان ویلي چې دا کار یې خپلې خاورې ته د وسله والو مخالفینو له وراوښتلو د مخنیوي په هدف پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې، ده چې افغانستان او پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د سناتورانو د یو پلاوي تر سفر ورسته د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پولو د ګډو عملیاتو پرېکړه شوې ده.

د یادو عملیاتو په اړه سناتور جمعه دین ګیانوال داسې وویل:

"که په رښتیا هم امریکا له دې عملیاتو نظارت کوي، نو ترورستان په فیصل اباد، پېښور او د دې هېواد په بېلابېلو ځایونو کې پټنځایونه لري، د ترورستانو ترڅنګ د دې هېواد پنجابي ملېشې هم د پکتیکا په سرحدي سیمو کې لیدل شوي، باید یو پلاوی وټاکل شي چې دا موضوع وڅېړي."

سره له دې چې کابل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له دغه هېواده شکایت کړی او یو شمېر امریکايي چارواکو هم ویلي چې ترهګر د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ادعا کړې چې حقاني شبکه خپل ټول فعالیتونه د افغانستان له خاوره کې پلانوي.

هغه ادعا چې د افغانستان دفاع وزارت يې د خندا وړ ګني.

خو ایا د پاکستاني پوځیانو د مخکې راتللو او دا چې د دواړو هېوادونو پر پولو ګډ عملیات به د یادې موضوع او افغانستان ته د ترهګرو د را اوښتلو د مخنیوي په برخه کې څومره مهم وي او که نه د دفاع وزارت ځواب په دې اړه څه دی؟

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"کوم تاسیسات يې چې جوړ کړي په خپله خاوره کې يې دي، د عملیاتو په اړه که ووایم هغه وخت به ښه نتیجه ورکړې چې ترورېزم په وړاندې د پاکستان او سیمې شعار په عمل بدل شي او په دې صورت کې به موږنه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې ډېر ژر د سولې شاهدان اووسو."

سره له دې چې دفاع وزارت په دې باور دی چې د ګډو پوځي عملیاتو پرمهال پاکستاني پوځيانو ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې ته راننوځي خو د مشرانو جرګې یوغړی شیرمحمد اخوندزاده وايي چې پاکستان غواړي له دې عملیاتو دوه ګټې پورته کړي، یو دا چې ترهګر افغانستان ته راولېږي او بله دا چې د افغانستان په خاوره کې لا رامخته شي.

راپور:سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG