د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

امریکا یو ایرانی متخصص او کورنۍ یې بېرته ایران ته استولي


د امریکا متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدي ګزمې چارواکو یو ایرانی متخصص او کورنۍ یې نیولې او بیا یې بېرته ایران ته استولې ده.

د سرطان ناروغۍ یو ایرانی متخصص چې په بوسټون روغتون کې یې تازه دنده ترلاسه کړې وه بېرته خپل هېواد ته ولېږل شو.

رسنیو ویلي چې هغه د سې شنبې په ورځ له امریکا ایستل شوی، خو تر دې مخکې له خپلې کورنۍ سره یوځای د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ چارو د مقاماتو له‌خوا نیول شوی هم و.

بوسټون ګلوب ورځپاڼې د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ګزمې د ادارې د ویاندې سټیفني مالین په حواله ویلي چې ډاکتر محسن دهنوي، مېرمن‌یې او درې ماشومان‌یې د شپې ناوخته د لوګان له هوايي ډګره په یوه پرواز کې لېږل شوي.

هغوی تېره شپه بېرته ایران ته لېږل شوي.
هغوی تېره شپه بېرته ایران ته لېږل شوي.

د بوسټون د ماشومانو روغتون او د کډوالۍ چارو د متخصصینو په حواله محسن دهنوي د شپږو عمدتاً مسلمانو هېوادونو په اتباعو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیوي فرمان په خاطر نه بلکې په کومې بلې پلمې نیول شوی او بېرته استول شوی دی.

د امریکا د کډوالۍ د چارو مدافع وکیلانو د نیو انګلنډ څانګې مسؤلې سوسان چرچ ویلي:

"په څه چې موږ پوهېږو دا دي چې دا کسان د سفر د بندیز د فرمان په خاطر نه بلکې تر دې هم په کومه بله احمقانه پلمه ایستل شوي دي."

د امریکا متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدي ګزمې د ادارې ویاند په دې اړه د سمدستي نظر ورکولو په خاطر ټیلیفون یا اېمېل ته ځواب نه‌دی ویلی.

دوه اوونۍ وړاندې د امریکا متحده ایالاتو سترې محکمې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن هېوادونو د اتباعو په وړاندې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفر د بندیز د اجرائیوي فرمان اصلاح شوې بڼه تائید کړه.

په دې تائیدي سره کوم کسان چې په امریکا کې یې د کورنۍ نېږدې غړي ژوند کوي د ښه نیت په پار په بندیز کې نه‌شاملېږي او په خپله اجرائیوي فرمان هم په هغو کسانو د تطبیق وړ نه‌دی چې ویزې ولري.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ تر ولسمشر کېدو مخکې په انتخاباتي کمپاین کې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د کامل بندیز لګولو غږ وکړ.

ټرمپ د فرمان د لاسلیکولو پرمهال.
ټرمپ د فرمان د لاسلیکولو پرمهال.

هغه وویل په کور دننه او بهر د اسلام‌پاله تُندلارو د حملو د مخنیوي په خاطر د ملي امنیت لپاره د کار کوي.

د دې نظریې مخالفینو د سفر د بندیز فرمان د امریکا متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د دین د ازادي د اصل خلاف وباله.

د ټرمپ اجرائیوي فرمان په جنوري کې ورکړل شو چې په هوايي ډګرونو کې یې سختې ګډوډۍ رامنځته کړې او ورپسې زرګونه کسانو یې پر ضد لاریون هم وکړ.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG