د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ټرمپ د کډوالو په باب د خپل اجرائيوي فرمان دفاع وکړه


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه چې له مخې يې موقتاً امريکا ته د اوو هېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي.

د دغو اوو هېوادونو اکثريت اوسېدونکي مسلمانان دي، خو ښاغلي ټرمپ ټينګار وکړ چې دا پر مسلمانانو بنديز نه‎دى.

ولسمشر ټرمپ پرون يکشنبه په يوه رسمي بيان کې وويل، کله چې په ٩٠ ورځو کې د مهاجرت چارې او اقدامات خوندي شي، امريکا به د ټولو هېوادونو اتباعو ته د ويزو ورکول بيا پيل کړي.

په همدې حال کې د سپينې ماڼۍ يوه لوړرتبه چارواکي امريکا ته پر مهاجرت د لګول شويو محدوديتونو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ‌يې امر کړى، دفاع وکړه.

د امريکا د ولسمشر د دفتر رئيس رينس پريبس له "NBC" ټلوېزيون سره پرون يکشنبه په مرکه کې د ولسمشر ټرمپ د دستور دفاع وکړه.

د امريکا د ولسمشر د دفتر رئيس رينس پريبس
د امريکا د ولسمشر د دفتر رئيس رينس پريبس

د ټرمپ دغه امر ګڼې پوښتنې ولاړې کړي چې څنګه به عملي کېږي او څوک به ورڅخه اغېزمن شي؟

خو ښاغلي پريبس دا مسئله رد کړه چې د امريکا په هوايي ډګرونو کې دې چې زرګونه کسانو د شنبې په ورځ په‌کې مظاهرې وکړې، اله ګوله رامنځته شوې وي.

د سپينې ماڼۍ د دفتر رئيس په وينا له هغو درې لکه او ٢٥ زره کسانو چې د شنبې په ورځ امريکا ته داخل شوي، ١٠٩ تنه‌يې توقيف شوي دي.

نوموړی وايي:

"له دوى څخه پوښتنې شوي او اکثريت‌يې خوشې شوي دي. تر ۲۰ زيات نور کسان د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره په توقيف کې دي. کله چې ثابته شي دوى خطرناک نه‌دي، دوى به هم خوشې کېږي، فکر کوم چې يوازې به د دوى يو څو تنه په توقيف کې پاتې شي چې زموږ د هېواد لپاره خطرناک ګڼل کېږي."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د ده په وينا له بهرنيو ترورېستانو څخه د خپل هېواد د ساتنې لپاره له اوو اسلامي هېوادونو څخه امريکا ته د کډوالو ورتګ د ٩٠ ورځو لپاره وځنډاوه، تر هغو چې د بررسۍ او څارنې يوه نوې پروسه ايجاد شي.

دغه اووه هېوادونه ايران، عراق، ليبيا، سوماليا، سوريه، سوډان او يمن دي.

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه دستور د دې سبب شو، هغه مسافر چې امريکا ته د ورتګ قانوني اسناد هم لري، د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې ونيول شي، يا هم له هغو الوتکو چې امريکا ته روانې وې، وايستل شي.

دې اقدام اعتراضونه وپارول.

د نيويارک په ټايمز ميدان کې هم سيلانيانو اعتراضيه لاريون وکړ، دوى شعارونه ورکول او د ولسمشر ټرمپ پر دغه امر يې اعتراض وکړ.

فواد شريف سليمان د عراق دى چې د امريکا د مهاجرت ويزه لري، خو پرون ده او کورنۍ ته‌يې اجازه ورنه‎کړل شوه، هغې الوتکې ته چې امريکا ته روانه وه، وخېژي او مجبوره شو، د کردستان ايربيل هوايي ډګر ته ستون شي.

سليمان په هوايي ډګر کې روېټرز اژانس ته وويل:

"زه حق لرم امريکا ته لاړ شم. هلته خو په غير قانوني ډول نه‌ځم. زه يو قانوني مهاجر يم. مهمه دا ده چې زه يو قانوني کډوال يم."

سليمان وايي، امريکا ته‌يې د دغه سفر لپاره دوه کاله انتظار کړى دى:

"ما شخصاً د دغه سفر لپاره دوه کاله تياريانې نيولې وې. خپل کور او نور ملکيتونه مې خرڅ کړل. تر ټولو ځوروونکې دا ده چې ځان راته پړ ښکاري ځکه ماشومانو مې مکتب هم پرېښود."

خو د امريکا يوه فدرال قاضي د شنبې ناوخته امريکا ته د اوو اسلامي هېوادونو د پناه غوښتونکو د ورتګ د مخنيوي پر خلاف يو جلا حکم ورکړ.

د فدرال قاضي ان دانيلي "Ann Doneelly" حکم د دې سبب شو هغه مسافر چې د امريکا قانوني ويزې لري، له هوايي ډګرونو يې ايستل موقتاً ودرول شي.

XS
SM
MD
LG