د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

اسلامي هېوادونو سازمان: د ټرمپ اقدامات تاوتریخوالی نور هم پراخوي


امریکا ته د اوو اسلامي هېوادونو د وګړو پر ورتګ د مؤقتي بندیز په غبرګون کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ویلي، دا ډول اقدامات یوازې د تُندلارۍ او ترورېزم د پیاوړي کېدو سره مرسته کولای شي.

دغه سازمان چې ۵۷ هېوادونه‌یې غړیتوب لري اندېښنه لري چې په اوسنیو حساسو حالاتو کې د ټرمپ غوښتنې د تاوتریخوالي لمبې نورې هم پراخوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷مه یو اجرائیه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا د کډوالۍ ټول پروګرامونه د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډول شوي، د سوریې پر وګړو نامحدود بندیز لګول شوی او د نورو اوو اسلامي هېوادونو پر وګړو یې د درېیو میاشتو لپاره د ویزې بندیز ولګاوه.

ټرمپ وایي، د دې اقدام هدف دا دی چې له بهرنیو ترورېستانو څخه خپل هېواد خوندي کړي. په ‎دغو هېوادونو کې ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوریه، سوډان او یمن شامل دي.

دا ټول د اسلامي همکاریو د سازمان غړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ډونالد ټرمپ دغه اقدام به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې نړیوال اتحاد زیانمن کړي او ښایي له ترهګرو سره مرسته وکړي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

چوهدري نثار علي خان د دوشنبې په ورځ دغه‌راز ویلي چې له اسلام سره د ترورېزم تړل منصفانه نه‎دی.

نثار علي خان: د ډونالد ټرمپ دغه اقدام به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې نړیوال اتحاد زیانمن کړي.
نثار علي خان: د ډونالد ټرمپ دغه اقدام به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې نړیوال اتحاد زیانمن کړي.

دی زیاتوي چې یوازې سلګونه ګمراه شوي کسان چې نړۍ ته د اسلام ناسم پیغام ورکوي، د نړۍ د یو نیم میلیارد مسلمانانو استازیتوب نه‎کوي.

چوهدري نثار علي خان وایي، د ډونالد ټرمپ د کډوالۍ ضد اقدام د ترورېزم د قربانیانو درد لا ډېروي.

د عراق پارلمان هم د امریکا د وګړو په وړاندې د باالمثل عمل غوښتنه کړې ده.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر امریکا غږ کړی چې پر عراقي وګړو پر بندیز له سره غور وکړي.

د یمن حکومت هم د ټرمپ د دې فرمان په وړاندې ناخوښي ښودلې او وایي، دا کار به ښایي د تُندلارو دریځ پیاوړی کړي.

د یمن چارواکي وایي، د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د بریالیتوب یوازنۍ لار، خبرې دي نه د دېوالونو او خنډونو جوړول.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وایي، د امریکا دا حرکت له کډوالو سره د مرستې له نړیوالو اساساتو پر خلاف دی.

مېرکل وایي، د امریکا دا حرکت له کډوالو سره د مرستې له نړیوالو اساساتو پر خلاف دی.
مېرکل وایي، د امریکا دا حرکت له کډوالو سره د مرستې له نړیوالو اساساتو پر خلاف دی.

په همدې حال کې د اروپایي کمېسیون ویاند مارګریت سکي ناس د دوشنبې په ورځ بروکسل کې یوې خبري غونډې ته ویلي:

"دا اروپایي ټولنه ده او په اروپایي ټولنې کې موږ د ملیت، نژاد یا مذهب پر اساس تبعیض نه‌کوو، نه‌یوازې د کډوالۍ برخه کې بلکه زموږ په ټولو نورو پالېسیو کې هم."

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې مارګوت والسټورم پر خپله فېس‌بوک پاڼه کي لیکلي چې د امریکا دا پرېکړه د خلکو تر منځ بې‌باوري او نفرت ډېروي.

دا وایي، د امریکا په ګډون ټول هېوادونه مکلفیت لري چې له تاوتریخوالي تښتېدلي کسانو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ د دغه دریځ دفاع کړې او وایي، ویزې به بېرته خلاصې شي خو هغه مهال چې تر ټولو خوندي پالېسۍ پر ځای شي.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۹مه په یوې اعلامیه کې وضاحت ورکړی او وایي، دا بندیز لکه څنګه چې رسنۍ یې راپورونه خپروي، د مسلمانانو په وړاندې نه بلکې د ترورېستانو په وړاندې دی.

XS
SM
MD
LG