د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د لاس انجلس هوايي ډګر کې نیول شوې افغانه کورنۍ خوشې شوه


امریکایي چارواکي وایي، هغه افغانه کورنۍ چې تېره اوونۍ امریکا ته د سفر پر مهال په لاس انجلس ښار کې نیول شوې وه، خوشې شوه.

د دغې کورنۍ مدافع وکیل ویلي تر اوسه لا هم معلومه نه‌ده چې ولې دغه پنځه کسیزه کورنۍ نیول شوې وه.

دغه کورنۍ په قانوني ویزې امریکا ته تللې وه، خو د مارچ پر دوهمه نېټه د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار په نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شوه او شااوخوا څلوېښت ساعتونه په توقیف کې پاتې شوه.

څارنوال روبرت بلوم «Robert Blume» د مارچ پر شپږمه نېټه روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا نیونه د امریکا د کډوالو چارو د ادارې یوه تېروتنه وه.

نوموړي ویلي د هغوی د نیول کېدو په اړه کوم ځانګړی دلیل نه‌دی معلوم شوی خو وایي، اوس هغوی ازاد دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خوښ یو چې نن ماسپښین حکومت زموږ مؤکلین له توقیفه ازاد کړل، دواړه مور او پلار او درې ماشومان، په ضمانت خوشې شول او دوی اوس له کوم محدودیت پرته کولای شي سفر وکړي، کار وکړي او ازادانه یوه پیاله قهوه اخیستلی شي."

ښاغلي بلوم زیاته کړه:

"تر اوسه هېڅ‌چا نه‌دي لیدلي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې درلودونکي چې دغې کورنۍ هم درلوده، د امریکا په خاوره کې پښه کېږدي او وروسته ونیول شي."

د امریکا حکومت زرګونه افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی او له هغه هېواده د امریکایي پوځیانو له وتلو سره‌یې ژوند په خطر کې دی ځانګړې ویزې ورکړې دي.

ګڼ نور افغانان اوس هم د امریکا دغو ځانګړو ویزو ته په انتظار دي.

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې یوې فدرالي محکمې امر ورکړ چې له مخې یې فدرال چارواکي نه‌شي کولای دغه کورنۍ بېرته افغانستان ته ولېږي او یا یې له کالیفورنیا څخه وباسي.

د امریکا د کډوالۍ چارو مسؤلینو وروسته له هغه په سرحدونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان میلادي کال په جنورۍ کې امریکا ته د اوو عمدتاً مسلمانو هېوادونو د وګړو پر ورتګ موقتي بندیز ولګاوه.

د امریکا د فدرال محکمې وروسته د ولسمشر ټرمپ د دغه اجرائیوي فرمان د عملي کېدو مخه ونیوله، خو پرون دوشنبه ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ په اړه د خپل اجرائیه فرمان نوې بڼه لاسلیک کړه.

دغه افغانه کورنۍ داسي مهال امریکا ته له ننوتو سره ونیول شوه چې د افغانستان نوم په هغه لېست کې نه‌شته چې امریکا ته د ورتلو بندیز ورباندې لګول شوی دی.

د نوي فرمان له مخې د شپږو اسلامي هېوادونو لکه یمن، سوریه، لیبیا، سومالیا، ایران او سوډان اتباعو ته تر ۹۰ ورځو پورې د امریکا د ویزو ورکول ځنډېږي.

خو د دې ۶ هېوادونو هغه اتباع چې له وړاندې يې معتبرې ویزې ترلاسه کړې دي متحده ایالاتو ته سفر کولای شي.

XS
SM
MD
LG