د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

دفاع وزارت: ژر به کندز کې د مخالفینو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل شي


د کندز وروستۍ ناامني د دې سبب شوې چې بالاخره جګ‌پوړي امنیتي او دفاعي چارواکي دغه ولایت ته سفر وکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق‌شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد، د ملي امنیت ریاست مرستیال او په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کمېسیون مسؤل او د کندز د خلکو استازی د دوشنبې په ورځ دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیلېدو خبره وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي
د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق‌شاه بهرامي له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل:

"موږ په دې خاطر راغلي یو ځکه کندز له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی، څو د کندز د سیمه‎ییزو چارواکو امنیتي پلانونه او وړانديزونه وګورو او موږ د دوی له پلانونو سره همغږي یو او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې په هر شرایط کې د کندز له خلکو څخه دفاع وکړي."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دغه ولایت په خان‎اباد ولسوالۍ کې ټول غیر مسؤله وسله‎وال خلع سلاح او د قانون منګولو ته به‌یې وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"زه د کندز د خلکو ټولې ستونزې او اندېښنې تائیدوم، ځکه غیر مسؤله وسله‎والو چې کومې ستونزې او ننګونې په خان‎اباد ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې جوړې کړې دي، خو هغه خلک چې زموږ پر وړاندې جنګېږي دومره ستونزې نه‎دي جوړې کړي، لکه څومره چې خپل‎سرو وسله‎والو د خلکو پر وړاندې جوړې کړي او د دغو غیر مسؤله وسله‎والو د خلع سلاح کولو په اړه امنیتي او دفاعي ارګانونو جدي پلان نیولی دی او ډېر ژر به د دوی پر وړاندې عملي اقدام کېږي."

بل‎خوا په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کمېسیون مسؤل او د کندز د خلکو استازې شایسته باز ناصري د کندز پر روان وضعیت اندېښنه وښوده، خو له دغو راغلو جګ‌پوړو چارواکو څخه‌یې وغوښتل چې د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومې اړیکې چې موږ له خلکو سره درلودې موږ ته‌یې ډېرې اندېښنې وزېږولې نو په همدې خاطر کندز ته راغلو چې د خلکو او د چارواکو خبرې له نېږدې واورو، څو امنیتي او دفاعي ارګانونه په کندز کې موجوده ناامنیو او د خپل‎سریو پر وړاندې جدي اقدام وکړي."

دغه لوړپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي به داسې حال کې کندز ته سفر کوي چې لا هم د دغه ولایت د ښار په نېږدې څنډو کې وسله‎وال مخالفین حضور لري او وخت نا وخت د دې ولایت بېلابېلې سیمې د وسله‎والو مخالفینو او د افغان ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهد وي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG