د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

ازاد: افغانستان کې د بېوزلۍ کچې لوړېدیو مهم لامل اداري فساد دی


افغان حکومت وايي اداري فساد په افغانستان کې د نا امنۍ او بېوزلۍ کچه لوړه کړې ده.

د نړیوال بانک د هغه راپور تر خپرېدو وروسته چې بېوزلي، نا امني او او پڅه اقتصادي وده یې په افغانستان کې سترې ننګونې بللي افغان حکومت وايي، فساد د یادو ستونزو د رامنځته کېدو یو مهم لامل دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم تر ډېره بریده ستونزې مني، خو وايي، افغان حکومت یې د حل لارې لټولې دي.

ښاغلی ازاد وايي افغان حکومت په تېر یو نیم کال کې د سترو اقتصادي پروژو په جلبولو سره د بېوزلۍ مخه نیولې او د اقتصادي ودې په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

ازاد: اداري فساد او بد مرغې جګړې طبعاً اتومات پر اقتصاد منفي اغیز کوي.
ازاد: اداري فساد او بد مرغې جګړې طبعاً اتومات پر اقتصاد منفي اغیز کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"اداري فساد او بد مرغې جګړې طبعاً اتومات پر اقتصاد منفي اغیز کوي او بېوزلي ورسره اضافه کېږي، خو افغان حکومت د دغه ستونزو حل ته ژمن دی، حکومت وتوانېدای چې په تېر یو نیم کال کې د لویو قرار دادونو په ترلاسه کولو سره د بېوزلۍ په له منځه وړلو او د کاري زمینو په رامنځته کولو کې مثبت رول ولوبوي."

نوموړی وايي دولت هڅه کوي په راتلونکو شپږو میاشتو کې نورې ګڼې اقتصادي پروژې هم پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړېوال بانک په خپله نشراتي پاڼه کې د بېوزلۍ او ناامنۍ پراخوالی او پڅه اقتصادي وده د افغانستان پر وړاندې درې هغه مهمې ستونزې یادې کړي چې د افغانانو پر ژوند يې ناوړه اغیز کړی دی.

نړیوال بانک د ناامنیو د پراخېدو په ترڅ کې د کابل وروستۍ ټانکر بم چاودنې او په افغانستان کې د بېوزلۍ په اړه هغه وروستي رپوټ ته اشاره کړې چې وایي، اقتصادي وده په دغه هېواد کې له خطرسرمخامخ ده.

نړیوال بانک وایي، که دغه وضعیت کنټرول نه‎شي ښایي ټولنیز نظم لا کمزوری او اقتصادي وده له خطرسره مخامخ شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون یو شمېر غړي هم د نړیوال بانک دا راپور مني او له حکومت غواړي چې باید د دغه وضعیت د ختمولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

ناصریار: همدا اوس موږ له بشري ناورین سره مخ یو.
ناصریار: همدا اوس موږ له بشري ناورین سره مخ یو.

د دغه کمېسیون غړې فوزیې ناصریار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه همدا اوس موږ له بشري ناورین سره مخ یو، دوه فیصده خلک په امن کې ژوند نه کوي څلور فیصده خلک د خوراک لپاره څه نه لري نو له دې وراخوا بشري ناورین څه کېدای شي."

اغلې ناصریار دغه شان غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه هم باید د حالاتو په کنټرول کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر بیا وايي، که افغان حکومت د ښې حکومتوالۍ او د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې جدي او ژر اقدمات ونه کړي د وضعیت د ښه کېدو امکان ډېر کم دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG