د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

رسولي: د کورنیو چارو وزارت له ۳پخوانیو مرستیالانو نه لومړني تحقیقات بشپړ شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د کورنیو چارو وزارت له درې پخوانیو مرستیالانو څخه لومړني تحقیقات بشپړ شوي دي.

لویه څارنوالي وايي، د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو مرستیالانو دوسیې د اداري فساد او درنو جرمونو پرضد عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ د پلاوي له خوا تر پلټنو لاندې دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دغو مرستیالانو له جملې یو یې په بهر کې دی چې تراوسه یې څېړنې نه دي بشپړه شوي.

ښاغلي رسولي د نوموړي مرستیال د نوم له اخیستو ډډه وکړه.

رسولي: زموږ همکارانو لومړنۍ څېړنې بشپړي کړي.
رسولي: زموږ همکارانو لومړنۍ څېړنې بشپړي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ همکارانو لومړنۍ څېړنې بشپړې کړې او دوسیې یې د اداري فساد او درنو جرمونو پرضد عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارلي چې یادې دوسیې د دغې څارنوالۍ د پلاوي له خوا څېړل کېږي."

څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چاو وزارت درې پخواني مرستیالان مجتبی پتنګ، جمیل جنبش او جمال ناصر صدیقي د اداري فساد په تور ممنوع الخروج اعلان کړل.

لویې څارنوالۍ د کورنیو چارو د ۳ پخوانیو مرستیالانو پر دوسیو کار پیل کړی

دغه درې واړه پخواني چارواکي په دې تورن دي چې له ۱۳۹۱ څخه تر۱۳۹۴ کاله پورې د ماموریت پرمهال یې له خصوصي امنیتي شرکتونو څخه ټوله کړې ۵۰ زره میله وسله ورکه شوې ده.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتی پتنګ، جمیل جنبش او جمال ناصر صدیقي له۱۳۹۱ څخه تر۱۳۹۴ کاله د عامه ساتنې د مرستیالانو دنده پرمخ وړې ده.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین مراد علي مراد ویلي و د دغه وزارت له سلو زیات لوړ رتبه کارکوونکي یې د فساد په تور عدليي او فضايي بنسټونو ته معرفي کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه د ۱۲ جنرالانو په ګډون شااخوا ۷۰۰ پولیس افسران د اداري فساد او درنو جرمونو پرضد عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر حقوق پوهان وايي، په لویه څارنوالي کې په ځنډ د دوسیو څېړل پر دغه ارګان د خلکو بارو را کم کړی دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

کبیر رنجبر.
کبیر رنجبر.

"په لویه څارنوالي کې د امکاناتو کمبود د دې سبب شوی چې دوسیو ته په خپل وخت رسیدنه ونه شي."

ښاغلی رنجبر په دې باور دی چې ډېری وخت د حکومت په عدليي او قضايي بنسټونو کې د لوړ پوړو چارواکو دوسیې ځنډول کېږي.

هغه ټینګار کوي ټولو دوسیو ته باید په هر اخیزه توګه خو په چټک ډول رسیدنه وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG