د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

سپینې ماڼۍ د جېمزکومي په ځواب کې ویلي ټرمپ درواغجن نه‎دی


د سپينې ماڼۍ یوې ویاندې سارا هکابي "Sarah Huckabee" پرون په سنا کې د "FBI" د پخواني مشر جېمز کومي د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، زه په قاطعیت سره ویلای شم چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ درواغجن نه‎دی.

مېرمن هکابي دا وینا په داسې حال کې وکړه چې خبرې یې نه ثبتیدلې.

د سپينې ماڼۍ ویانده سارا هکابي
د سپينې ماڼۍ ویانده سارا هکابي

د "FBI" پخواني مشر جېمز کومي، پرون د سنا د استخباراتو په کمېټه کې د څرګندونو پر مهال وویل، فکر کوي ټرمپ دی ځکه له کاره لېرې کړ چې د ده ادارې د ټرمپ له نژدې همکارانو سره د روسي چارواکو د اړیکو په اړه تحقیقات کول.

نوموړي زیاته کړه ټرمپ په "FBI" کې د لویو نیمګړتیاوو په اړه د درواغو په ویلو سره د دې ادارې شهرت زیانمن کړی دی.

کومي وايي:

"که څه هم له قانوني پلوه حتمي نه‎ده چې د «FBI» د مشر د لېرې کولو لپاره دې کوم دلیل وړاندې شي خو د ولسمشر ټرمپ د ادارې انتخاب دا و چې د دې وینا په کولو سره چې په «FBI» کې ګډودي ده، اداره یې کمزوري ده او د کار خلکو یې پر خپل مشر اعتماد له لاسه ورکړی زه څه چې «FBI» یې لا بدنام کړ."

د "FBI" پخوانی مشر جېمز کومي
د "FBI" پخوانی مشر جېمز کومي

ښاغلي ټرمپ د کومي د لېرې کولو پرمهال ویلي و چې د هغه په کار کې نیمګړتیاوې شته خو کومي وروسته په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې د ده لیرې کول ښايي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د "FBI" له تحقیقاتو سره اړیکه ولري.

ولسمشر ټرمپ په مې میاشت کې کومي له دندې لیرې کړ، خو د سنا د استخباراتو په کمېټه کې د پرونیو څرګندونو پر مهال کومي وویل، د "FBI" تحقیقات چې د ټرمپ د نژدې همکارانو او روسي چارواکو ترمنځ پر اړیکو متمرکز وو، ولسمشر ټرمپ په غوسه کړی دی او ځکه یې د ده د لېرې کولو پریکړه وکړه.

هغه څه چې لومړی د ټرمپ د همکارانو او روسي چارواکو ترمنځ د تماسونو د لړۍ په اړه پیل شول اوس د دې پوښتنو په بڼه رابرسیره کېږي چې ایا ټرمپ د خپل ملي امنیت د لومړي سلاکار مایکل فلېن په اړه د اف بي ای د تحقیقاتو مخنیوی کړی.

فلین په فبروري میاشت کې وروسته له هغه له خپلې دندې لیرې شو چې د راپورونو له مخې د روسيې له حکومتي چارواکو سره د خپلو تماسونو په اړه یې سپینې ماڼۍ ته غلط معلومات ورکړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG