د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

ټرمپ ولې د «FBI» ادارې مشر جېمز کومي له دندې لیرې کړ؟


د امریکا «اېف. بي. ای» ادارې پخوانی مشر جېمز کومي.
د امریکا «اېف. بي. ای» ادارې پخوانی مشر جېمز کومي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «اېف. بي. ای» مشر جېمز کومي له دندې لیرې کړی.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ جېمز کومي د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې له مشرۍ لیرې کړ او د خپل اقدام لپاره‌یې دلیل دا یاد کړی چې کومي تېر کال د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي کاندیدې هېلري کلېنټن د اېمېلونو په اړه څېړنې په ناسم لوري بیولي.

ولسمشر ټرمپ ویلي د امریکا لوی څارنوال جېف سېشنز او مرستیال لوی څارنوال راډ روسېنسټین دواړو ورته د «اېف. بي. ای» له مشرۍ څخه د کومي د لیرې کولو سپارښتنه کړې.

ټرمپ کومي ته داسې لیکلي.
ټرمپ کومي ته داسې لیکلي.

ولسمشر ټرمپ جېمز کومي ته په یو لیک کې ویلي:

"په داسې حال کې چې زه ستاسو د هغو معلوماتو قدرداني کوم چې ماته مو په درې جلا فرصتونو کې وویل چې زه د روسیې سره د اړیکو په تړاو تر څېړنو لاندې نه‌یم، خو زه پر دې سربېره هم د عدلیې وزارت له دې قضاوت سره موافق یم چې تاسو په مؤثره توګه د امریکا د فدرالي تحقیاتو د ادارې مشري نه‌شئ کولی."

ټرمپ زیاته کړې:

"دا ډېره مهمه ده چې موږ «اېف. بي. ای» ته نوی مشرتابه پیدا کړو څو د قانون د حاکمیت پر دې مهمې ادارې عامه باور بېرته پیدا شي."

د امریکا ډموکراتانو د جېمز کومي پر هغه اقدام چې د نومبر د اتمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو یوازې څو ورځې مخکې یې د هېلري کلېنټن پر اېمېلونو بیا څېړنه پرانیسته انتقاد کړی و، دا هغه څه و چې هېلري کلېنټن ویلي د انتخاباتو په حساسه مرحله کې یې هغه رأی ورکوونکي چې پرېکړه‌یې نه‌وه کړې د دې پر خلاف کړل.

خو په کانګرس کې ډموکراتانو نېږدې په یوه خوله د «اېف. بي. ای» له مشرتابه د جېمز کومي د لیرې کولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه غندلې ده.

د ولسمشر ټرمپ دې اقدام په واشنګټن کې ډېرو ته ټکان ورکړی او د ډموکراتانو او ځینو نورو له‌خوا یې داسې تورونه راپورته کړي چې ګوندې سپینه ماڼۍ هڅه کوي څو د «اېف. بي. ای» هغه څېړنې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د روسیې د مداخلې په اړه کوي کمزورې کړي.

په سنا کې د ډموکراتانو مشر چارلز شومر ویلي ټرمپ ته‌یې ویلي چې له دندې د جېمز کومي لیرې کول‌یې لویه تېروتنه ده.

د امریکا کانګرس.
د امریکا کانګرس.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر ټرمپ ماته ټیلیفون وکړ او راته‌یې وویل چې جېمز کومي له دندې لیرې کوي، ما ولسمشر ته وویل، ښاغلی ولسمشر٬ تاسو ته د ټول درناوي سره، تاسو یوه ستره تېروتنه کوئ."

ښاغلي شومر د امریکا پر مرستیال لوی څارنوال غږ وکړ چې د کانګرس سره کړې هغه ژمنه پوره کړي چې ویلي یې وو، که اړتیا شي دا به په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د څېړنې لپاره ځانګړی څارنوال وټاکي څو سپینه ماڼۍ په څېړنه کې لاسوهنه ونه‌کړي.

په سنا کې ډموکرات سناتور چارلز شومر زیاته کړې، دا څېړنې باید له سپینې ماڼۍ او هغه چا څخه چې ولسمشر ټرمپ‌یې ټاکي هر څومره چې ممکنه وي، لیرې واوسي.

د میرلینډ سناتور بین کارډین چې د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې مخکښ ډموکراټ دی ویلي، د «اېف. بي. ای» له مشرتابه څخه د جېمز کومي لیرې کول د دې لوی ثبوت دی چې ولې موږ په خپلو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د څېړنو لپاره یو خپلواک کمېسیون ته اړتیا لرو.

کارډین په یو بیان کې ویلي اوس چې ولسمشر ټرمپ په دې اقدام سره د «اېف. بي. ای» امانتداري تر پوښتنې لاندې راوسته موږ یو ځانګړي څارنوال ته اړتیا لرو چې په دې اړه روانې جنايي څېړنې بشپړې کړي.

ګڼو ډموکراتانو د شومر د هغې غوښتنې ملاتړ کړی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په اړه یو ځانګړی څارنوال څېړنې وکړي، دوی وايي، پر سپینه ماڼۍ باور نه‌شي کېدای چې د «اېف. بي. ای» مشرتابه ته به داسې څوک وټاکي چې د دې څېړنې لپاره خپلواکي ولري.

له جمهوري غوښتونکو څخه لږ تر لږه یو مخکښ سناتور جان مکېن د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د څېړنو د ځانګړې کمېټې د رامنځته کېدو ملاتړ کړی.

خو په کانګرس کې نور جمهوري غوښتونکي د «اېف. بي. ای» له مشرتابه څخه د جېمز کومي د لیرې کېدو د پرېکړې پلوي ښکاري.

په سنا کې د اکثریت مشر مېچ مکونېل ژمنه کړې چې د جېمز کومي پر ځای به د «اېف. بي. ای» د مشرتابه لپاره ژر تر ژره ځای ناستی تائید کړي.

XS
SM
MD
LG