د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د « FBI» مشر: د کلېنټن په اړه زموږ د ادارې پرېکړه پر ځای ده


د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره «FBI » مشر وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټانو د کاندیدې هیلري کلېنټن د ایمیلونو له بیا څېړنې وروسته د دې ادارې مخکینۍ پرېکړه چې پر هغې به هیڅ تور نه لګول کېږي لاهم پرځای ده.

د FBI ادارې مشر جیمز کومي
د FBI ادارې مشر جیمز کومي

جیمز کومي«James Comey» د امریکا د کانګرس پرونۍ غونډې ته وویل چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د کار پرمهال له شخصي ایمیل څخه د کار اخیستو له کبله د کلېنټن په اړه د جولای میاشتې پرېکړه پرځای ده.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي جیسن چفیتز « Jason Chaffetz» ویلي، کومي د FBIد څېړنو نتیجه د استازو جرګې د تفتیش کمېټې ته تایید کړه.

جیسن چفیتز
جیسن چفیتز

خو د ډیموکراټ کاندیدې د انتخاباتي کمپاین ویاند براین فالن پرون پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې که څه هم دی خوشحاله دی چې دا ستونزه حل شوې، خو د ده په وینا دا مسئله کانګرس ته د کومي د لومړي لیک له استولو پرته هم په اسانۍ سره حل کېدای شوای.

د کلېنټن جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډټرمپ پر دې اعلان سخت انتقاد کړی.

ډونالډ ټرمپ پرون د انتخاباتي کمپاین پرمهال تور ولګاوه چې د ده ډیموکراټ سیاله د یو درغلګر سیسټم له خوا ساتل کېږي.

ټرمپ: اوس مهال د هیلري کلېنټن دفاع د یوه درغلګر سیسټم له خوا کېږي.
ټرمپ: اوس مهال د هیلري کلېنټن دفاع د یوه درغلګر سیسټم له خوا کېږي.

ټرمپ په دیترویت ښار کې د خپلو پلویانو غونډې ته د وینا پر مهال وویل:

"اوس مهال د هیلري کلېنټن دفاع د یوه درغلګر سیسټم له خوا کېږي، دا یو پوره درغلګر سیسټم دی، ما له ډېر وخت راهیسې دا خبره کوله، په اتو ورځو کې د شپږنیم سوه زره ایمیلونو لوستل امکان نه لري، دوی دا کار نشي کولای، هیلري کلېنټن ګناهکاره ده، دا په خپله،FBI او خلک په دې پوهېږي، اوس د امریکا په خلکو پورې اړه لري چې د نوامبر په اتمه نېټه د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو پرمهال عدالت تامین کړي."

کومي د اکتوبر په ۲۸ مه کانګرس ته په یوه لیک کې خبر ورکړ چې د مېرمن کلېنټن له خوا له شخصي ایمیل څخه د کار اخیستو اړوند نوي موارد یې موندلي چې له دې سره د جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ په وړاندې د مېرمن کلېنټن کمپاین له بحران سره مخ شو او په نتیجه کې په نظر پوښتنو کې د ټرمپ په وړاندې د مېرمن کلېنټن په محبوبیت کې د پام وړ کموالی راغی.

ټرمپ پر خپلې سیالې د کار پرمهال له شخصي ایمیل څخه د کار اخیستو په مسئله کې په پرله پسې ډول او په وار وار انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG