د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

باسټن ګلوب: ټرمپ افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو په فکر کې ګیر پاتې


په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ حملې او دغه هېواد ته د نورو امریکايي سرتېرو په ور لېږلو باندې زیاتو غربي مطبوعاتو تمرکز کړی دی.

باسټن ګلوب:

باسټن ګلوب ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د زرګونه نورو اضافي سرتېرو د لیږلو یا نه لیږلو په فکر کې ګیر پاتې دی.

د ورځپاڼې په باور د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مسټر او د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره د سرتیرو په اضافه کولو ټینګار کوي خو د ولسمشر سلاکاران له هغې ډلې سټیفن بنن د دې پرېکړې په خلاف دي.

باسټن ګلوب وايي، ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د خپلې ولسمشرۍ د تر ټولو لویې پرېکړې د نیولو په درشل کې دی چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

د ورځپاڼې په باور په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل کې د ټانکر بم چاودنه، د دولت ضد مظاهره او په کې د خلکو وژل کېدل او د جنازې په مراسمو کې درېیو بمي او انتحاري حملو کې د سلګونه کسانو مرګژوبله دا په ډاګه کوي چې د دغه هېواد جګړه نه ختمېدونکې ده.

افغان امنیتي چارواکو د ټانکر بم چاودنې پړه د پاکستان په استخباراتي ادارې ای اس ای واچوله او ویې ویل چې ای اس ای د حقاني شبکې په واسطه دا حمله کړې ده.

پایلوټ انلاین:

پایلوټ انلاین خپرونې هم د یوه څېړونکي په حواله په افغانستان کې د عسکرو زیاتېدل اړین ګڼلي دي.

دې خپرونې د جنوبي کنکټیکټ پوهنتون د سیاسي علومو استاد کاول بې رای په حواله ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو زیاتول به له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې له طالبانو او نورو تروریستي ګروپونه سره جګړه په سمه توګه مخته یوسي.

کاول بې رای که څه هم په افغانستان کې د امریکا د شویو خدماتو په وړاندې د ده په خبره خلک ناخوښ بللي خو ویلي یې دي چې امریکا افغانستان داسې هم نه شي پرېښودلی لکه څنګه چې وییتنام پرېښودل شو.

پایلوټ انلاین ویلي پاکستان چې ظاهراً د امریکا ملاتړی دی تر ډېره د تروریستانو تر څنګ ولاړ وي.

دې خپرونې دا هم لیکلي چې د پاکستان استخباراتي اداره چې تر ملکي حکومت زیات واک لري په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي په هدف له تروریستانو ملاتړ کوي او که له افغانستان څخه امریکايي سرتیري ژر وایستل شي طالبان به واک ته ورسیږي او امریکا به وګواښوي.

اوس وخت په افغانستان کې امریکا ۸۴۰۰ سرتیري لري چې د نورو بهرنیو ځواکونو تر څنګ د دغو شمېر ۱۳۰۰۰ ته رسیږي.

که چېرته د پوځي چارواکو په غوښتنه ولسمشر ټرمپ د سلګونه خاصو ځواکونو په شمول درې تر پنځه زره نور امریکايي سرتیري افغانستان ته ولیږي امریکايي سلاکاران به زیات واک تر لاسه کړي چې افغان پوځیان وروزي او په جګړه کې به هم مستقیمه برخه واخلي.

ډیلي مېل:

په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر او وروستیو خونړیو حملو په اړه د تبصرو او لیکنو تر څنګ د افغانستان او ویسټ اندیز د کرکټ ملي ټیمونو لوبو هم توجه جلب کړې ده.

ډېلې میل ورځپاڼې لیکلي چې ویسټ اندیز سره باران یارانه وکړه او د درېیو شل اوریزو لوبو سیریز یې وګاټه.

ډېلې مېل ویلي د یکشنبې په ورځ لوبه پنځلسو اورونو ته کمه شوه او ویسټ اندیز په اسانۍ د افغان ټیم لوبغاړي دې هدف ته په رسېدو کې پاتې کړل.

افغان ټیم په داسې حال کې په ویست اندیز دوه لوبې بایللي چې د دغه ټیم بریدکوونکی لوبغاړی محمد شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا له خوا له لوبو منع شوی او نور لوبغاړي هم په خپل وار تر ډېره په بیټینګ کې کمزوری عمل کوي.

افغانستان یوه بله شل اوریزه لوبه هم له ویست اندیز سره لري او بیا د یو ورځنیو لوبو سیریز له دغه هېواد سره پیل کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG