د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د قومونو یووالي شورا: د کابل خونړۍ پېښه دې هر اړخېزه وڅېړل شي


د جنوب ختیځ زون د قومونو د یووالي لویې شورا د کابل د تېرې چهارشنبې د ورځې خونړۍ پېښه په کلکو ټکو وغندله او د پېښې د هر اړخېزې څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د دغې شورا رئیس داوود شاه نیازي د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غوڼده کې وویل چې د څېړنو پایلې باید له ملت سره شریکې شي.

نوموړی وايي:

"له حکومته غوښتنه کوو چې د دې پېښې د څېړلو لپاره دې داسې بې طرفه او مسؤل پلاوی وټاکي چې هر اړخېزې او بې طرفه څېړنې وکړي او پایلې یې له ملت سره شریکه کړي، پلاوی باید د ملت له‎منځه وټاکل شي، څو د څېړنې پایلې ملت ته د منلو وړ وي."

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل زنبق څلور لارې ته څېرمه په یو موټر بم چاودنه کې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل شول او له ۴۵۰ څخه زیات ټپیان شول.

له هغې وروسته د جمعې په ورځ یو شمېر کابل ښاریانو د دغې پېښې په غبرګون په کابل کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي واوښته او په کې ۷ کسان په کې ووژل شول او یو شمېر هم ټپیان شول.

د جنوب ختیځ زون د قومونو د یووالي د لویې شورا له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې له راغلي، د اساسي قانون په رڼا کې ټول هېوادوال حق لري چې خپل نظر او مدني غږ وچت کړي، خو حکومت باید چاته د تاوتریخوالي اجازه ور نه‎کړي.

د دغې شورا علامیه کې د کابل پروسې له ګډون کوونکو څخه غوښتنه شوې چې د افغانانو روانې غمیزې ته د پای ټکی کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې افغان حکومت دې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له هغه هېوادونو څخه چې له دوی سره امنیتي تړونونه لري په جدي ډول وغواړي چې د دا شان پېښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په دې اړه یې پلاوی ټاکلی، څېړنې روانې دي او نتیجه به یې هم په خپل وخت له ملت سره شریکې شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل:

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد

"د چهارشنبې د ورځې د پېښې په تړاو ولسمشر بېړنۍ غونډه رابللې او په دې اړه یې پلاوی ټاکل چې اوس‎مهال څېړنې روانې دي او دغه شان ولسمشر ټینګار کړی، څومره چې ژر کېږي نتیجه باید معلومه شي. "

ښاغلی وايي، کله چې د دغې پېښې په تړاو څېړنې بشپړې شي، نو د نورو څېړنو د نتیجو په څیر به دا هم له ملت شره شریکې شي.

د جنوب ختیځ زون د قومونو د یووالي لویه شورا ټینګار کوي که د دوی د غوښتنو په تړاو حکومت بې غوري وکړه، ملت به مجبوري شي چې د خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره راودانګي.

راپور: رحمت الله افغان

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG