د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

پیښور کې د کابل خونړیو پېښو قربانیانو ته د درناوي لپاره شمعې بلې شوې


په پېښور کې د مدني ټولنې او یو شمېر سیاسي ګوندونو غړو پرون شنبه د افغانستان له خلکو سره د یووالي څرګندولو او د ترورېزم د غندلو لپاره مظاهره وکړه.

هغوی په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو د درناوي لپاره شمعې بلې کړې وې او پر نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې په سیمه کې د ترورېزم د ختمولو لپاره عمل وکړي.

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو د چارو مشرې پلوشې عباس تیره شپه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د دې سوله ییز اعتراض هدف په سیمه کې روان وضعیت ته د دواړو هېوادونو د حکومتونو او نړیوالې ټولنې پام اړول وو.

پلوشه عباس وايي:

"موږ افغانستان کې د وروستیو حملو خلاف چې د روژې په میاشت وشوې، مظاهره وکړه. موږ دا ویل چې له خپلو افغان خویندو او وروڼو سره په‎دې غم کې شریک یو. موږ له ټولې دنیا دا غوښتنه وکړه چې امن غواړو، زموږ په سیمه کې چې څه روان دي، د دې ترهګرۍ خلاف موږ غږ پورته کړ. د پېښور پښتانه، لر او بر له افغانانو سره په‎دې سخته شېبه کې شریک ولاړ دي."

پلوشې عباس زیاته کړه چې په پېښور کې په پرونۍ مظاهره کې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه وشوه چې د امنیت ټینګولو لپاره جدي خبرې وکړي څو د دواړو هېوادونو راتلونکي نسلونه د ترورېزم قرباني نه‎شي.

د چهارشنبې په ورځ د کابل پر "ذنبق" څلور لاري په درنه چاودنه کې تر ۵۰۰ زیات کسان ووژل او زخمیان شول.

تر دې پېښې وروسته، د فرانسې حکومت له افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره د ایفل برج برق ګل کړ او د اسټرالیا د پارلمان غړو د خپلې غونډې په پېل کې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

په کابل کې د جمعې په ورځ په مظاهره کې هم د تشدد له امله هم څلور تنه ووژل او تر ۱۵ زیات زخمیان شوي ول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې پرون شنبه د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې پر مراسمو په حمله کې هم اووه تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه زخمیان شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس "ایسنا" وايي چې د مشهد خلکو هم د شنبې په ورځ له افغانانو سره د خواخوږي لپاره غونډه کړې وه.

د مشهد یو شمېر خلک او هلته مېشت افغان کډوال د افغانستان د "سرقونسلګرۍ" د ودانۍ مخې ته را غونډ شوي وو او په کابل کې د وروستیو حملو د قربانیانو د درناوي لپاره یې شمعې بلې کړې وې.

د افغانستان د حکومت دواړو مشرانو، د ملګروملتونو اود عفوې نړیوال سازمان، د امریکا متحدو ایالاتو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې بېلابېلو غړو د تشدد دا لړۍ غندلې او له افغانانو سره یې خواخوږي کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG