د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې ځایي اوسیدونکو د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د ولسوالۍ په سورکښ سیمه کې تېر ماخوستن پر یو کور ډرون برید شوی، چې په کې درې ماشومان وژل شوي او د دوو میرمنو په ګډون څلور تنه ټپیان دي.
ځايي اوسیدونکو مشال راډیو سره د موضوع د حساسیت له کبله د نومونو نه ښودلو په شرط ویلي، چې وژل شوي او ټپیان د شاه جي په نوم د یو ځايي اوسیدونکي د کورنۍ غړي دي.
دوی زیاتوي، یاد کس عادي کاروبار کوي.
ځايي اوسیدونکو دا هم وویل، چې د برید سیمې ته د طالبانو ځواکونه ورغلي، سیمه يې کلابند کړې او هغه ځای ته چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
بل لورته د ننګرهار ولایت یوې باخبره سرچینې ازادۍ راډیو ته وویل چې شینوارو ولسوالۍ کې هم د شهسوار په نوم د یوه عادي کلیوال کور باندې تیره شپه د بې پيلوټه الوتکې دوه ګزارونه شوي دي.
دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه ښوده وویل چې بریدونو کې دوه میرمنې او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر هم برید تایید کړی دی.
د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم معلومه نه ده چې دغه بریدونه د چا له خوا شوي دي، خو مخکې تر دې پاکستان په خوست او پکتیکا کې ورته بریدونه کړي دي.
پاکستان د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې پر خوست او پکتیکا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.