د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

خبرونه

په کابل کې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي

عکس له سوشل میډیا
عکس له سوشل میډیا

د طالب چارواکو په وینا د چهارشنبې په سهار په کابل کې یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شوي دي.

دا پېښه د اګست په ۲۷مه سهار وختي د کابل په ارغندي سیمه کې رامنځته شوې ده. بس د افغانستان له جنوبه د کابل پر خوا روان و او د هلمند او کندهار مسافر پکې سپاره وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د بې احتیاطۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده او په پېښه کې ۲۷ کسان ټپیان دي.

دا پېښه یو څو ورځې وروسته له هغه ده چې په هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په نتیجه کې یوه بس اور واخیست او ۷۹ کسان پکې ووژل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په جمو او کشمیر کې د مځکې ښویېدو په پېښه کې شا او خوا ۳۰ کسان مړه شوي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د جمو او کشمیر په کاترا سیمه کې د ویشنو دیوي مندر ته نژدې د سختو بارانونو په نتیجه کې د مځکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو نن وویل چې د ژغورنې عملیات روان دي او د سړک او اورګاډي ترافیک ګډوډ شوی دی.

د هند د مون سون موسم د هیواد په شمال کې د مرګونو سیلابونو او مځکې ښویېدو لامل شوی دی، چې د جون راهیسې یې تر ۱۲۰۰ زیات کسان وژلي دي.

اوکرایني چارواکي: د روسیې د هوايی حملو له کبله د سل زره کورونو برق قطع شوی دی

اوکرایني چارواکو ویلي چې د هیواد په شپږو سیمو کې د روسیې په هوايي بریدونو کې درې کسان وژل شوي او تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کورونه له بریښنا څخه بې برخې شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ وزارت دا بریدونه د ملکي زیربناوو د ویجاړولو قصدي هڅه بللي دي.

په خیرسون سیمه کې، دوه کروندګر او یوه ۸۱ کلنه ښځه په بریدونو کې وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر امریکا غږ کړی چې د مسکو د بریدونو په وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

په ورته وخت کې، روسیې ادعا کړې چې په ډونیڅک سیمه کې یې یو بل کلی نیولی دی.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې لسګونو زره خلک وژل شوي او ملیونونه بې کوره شوي دي.

ټلیګراف ورځپاڼه: طالب چارواکي د افغانانو د ستنولو لپاره له "هر چا" سره همکارۍ ته چمتو دي

د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې د طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي: دوی له "هرچا" سره کار ته چمتو دي چې افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړي.

دغې ورځپاڼې د یوه طالب چارواکي له قوله چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی، لیکلي چې وايي که برتانیا هر څوک افغانستان ته بیرته ستنوي، طالبان به یې ومني. دغه کس ویلي چې د دې کار په بدل کې طالبان له برتانیا پیسې نه غواړي خو افغانستان ته د ستنېدونکو لپاره به د مرستې هرکلی وکړي.

دا وروسته له هغه چې د انګلستان د (ریفارم یو کېReform UK) په نوم سیاسي ګوند ښي اړخي مشر نایجل فراژ د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو ګټلو په صورت کې د سلګونو زره پناه غوښتونکو د ایستلو پلانونه اعلان کړل.

په راپور کې راغلي چې نایجل فراژ د خپل اعلان پر مهال دا هم وویل چې افغانستان غوندي هیوادونو ته به د کډوالو د بیرته منلو لپاره 2 ملیارد پونډه مرسته چمتو کړي، او پر هغو هیوادونو به بندیز ولګوي چې په دې برخه کې همکاري ونکړي.

ټاکل شوې ده د انګلستان راتلونکې سیمه ییز انتخابات د ۲۰۲۶ کال د می په ۷ مه نېټه تر سره شي.

مرکزي اسیا هیوادونو د افغانستان د امنیتي او بشري ننګونو په اړه خبرې وکړې

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د افغانستان د مرکزي اسیا د ګاونډي هیوادونو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان د امنیتي، سیاسي او بشري ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو د سې شنبې په ورځ په تاشکند کې سره ولیدل.

د معلوماتو له مخې په استانه کې تر سره شوې د مرکزي اسیا هیوادونو د مشرانو تر شپږمې مشورتي غونډې وروسته د ګډو ګټو پر مسلو د خبرو لپاره د یوه خپلواک سیمه ایز پلایټ فارم پر جوړولو ټینګار وکړ.

دوی د افغانستان له خوا رامنځته کېدونکو امنیتي ننګونو، د پولې شا او خوا تهدیدونو او په دې هیواد کې د وروستیو پرمختګونو له امله رامنځته شوي بشري بحران ته د ګډ ځواب ویلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په داسي حال کې چې یوه مرکزي اسیا هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، دوی د سرحدونو پر مدیریت، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، سوداګرۍ او بشري ملاتړ په برخو کې د طالبانو له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړی دی.

اسراییل وایي د یمن له خوا توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی

ارشیف
ارشیف

د اسراییل پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د یمن له خوا یو توغول شوی توغندی یې کشف او شنډ کړی دی.

حوثي وسله والو چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د غزې د جګړې له پيله وخت نا وخت د اسراییل په لور توغندي ویشتلي دي.

حوثیان وایي، دا ډول بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف ترسره کوي.

اسراییل هم د دغو بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثیانو سنګرونه ویشتلي دي.

د حوثي سرچینو په باور، د تیرې یکشنبې په ورځ پر صنعا د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شول.

استرالیا ایران د یهوادنو ضد دوو بریدونو مسول بللی او د ایران سفیر یې اخراج کړی

په کانبرا کې د ایران سفارت
په کانبرا کې د ایران سفارت

استرالیا ایران د یهودانو ضد دوو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی او اعلان یې کړی چې د ایران سفیر یې له کانبرا څخه اخراج کړی دی.

د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي پرون سه شنبه ویلي، د هیواد امنیتي ادارو یې معلومه کړې چې ایران په استرالیا کې دیهودانو ضد دوو بریدونو کې لاس لري.

یو برید په سیدني کې «لوئیس کانتیننتال کیچن» رستورانت باندې شوی و چې ترڅ کې یې رستورانت ویجاړ او د اور لمبه شوی و.

بل هغه ۲۰۲۳ کال کې په ملبورن کې د یهودانو یوې کنیسې باندې شوی و.

له دې سره همهاله استرالیا تهران کې خپل سفارت رخصت کړی او کارکوونکي یې دریم هېواد ته انتقال کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د استرالیا دا پریکړه سیاسي بللې، خو ډیر جزیات یې نه دي ورکړي.

جرمني هغه افغانان له پاکستانه لیږدوي چې محکمې د پناورکولو وړ بللي دي

پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې یوه پارک کې دیره شوي
پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې یوه پارک کې دیره شوي

جرمني د هغو یوشمیر افغانانو د منلو پروسه پیلوي چې دا مهال په پاکستان کې د ډيپورت له خطر سره مخامخ دي.
فرانس پریس دا خبره پرون سه شنبه ( د سنبلې ۴مه) د جرمني د یوې دولتي سرچینې په حواله کړې ده.

د جرمني دولتي سرچینې ویلي، هغه افغانان به په تدریجي ډول جرمني ته ولیږدول شي چې محکمې له قانوني پلوه د جرمني د ویزې وړ بللي دي.

دا اعلان داسې مهال کیږي چې د جرمني د بشري حقونو یوه کمشنر تازه د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې پاکستان کې د جرمني په تمه میشتو افغانانو ته ژر تر ژره ویزې ورکړي.
شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني د پنا ژمنه ورکړې دا مهال پاکستان کې له فشارونو سره مخامخ دي او د جرمني خبري اژانس څو ورځې وړاندې راپور ورکړ چې له دې ډلې ۲۱۰ افغانستان ته ډیپورت شوي دي.

په جرمني کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د کډوالو تګلارې سختې شوې او دې کار د هغو افغانانو د لېږد چارې هم ټکنۍ کړې چې جرمني د پنا ژمنه ورکړې ده.

جرمني څارنوالانو یو افغان د دوو کسانو په قتل تورن کړ

د جرمني پولیس د مګدیبورګ محکمې مخې ته، ارشیف
د جرمني پولیس د مګدیبورګ محکمې مخې ته، ارشیف

د جرمني څارنوالانو یو ۲۴ کلن افغان د دوو کسانو د قتل او ۴۴ نورو د قتل په هڅه تورن کړی دی.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، تورن کس په تیره فبروري میاشته کې په مونیخ کې د کارګرانو د حقونو په پار راوتلي لاریون باندې موټر خیژولی.

څارنوالانو پرون سه شنبه د خپلې پریکړې په اعلامیه کې ویلي چې تورن کس د مذهبي انګیزې له مخې دا کار کړی دی او دوی دا شک هم څرګندوي چې ممکن له اسلامي دولت ډلې یا بلې ترهګریزې ډلې سره به تړاو ولري.

تورن کس چې نوم یې اخیستل شوی نه دی دا مهال په توقیف کې د محکمې پریکړې ته په تمه دی او معلومه نه ده چې څه ډول سزا به ورته واورول شي.

جرمني کې تیر کال څو داسې تاوتریخجنې پيښې وشوې چې عاملان یې افغان کډوال وو.

د امریکا په اوریګان ایالت کې اورلګیدني یو شمیر کورونه سوځولي دي

د امریکا په اوریګان ایالت کې د اورلګیدنې له کبله یو شمیر کورونو اور اخیستی او په زرهاوو نورو د سوځیدو له ګواښ سره مخ دي.

د سیمې اوسیدنکو ته پرون دوشنبې د تخلیې امر شوی دی.

د چارواکو په خبره، دا اورلګیدنه چې د وچې او ګرمې هوا له کبله رامنځته شوي اوسمهال د اوروژنې کارکوونکو یو څه مهار کړې ده.

له وړاندې د امریکا په بیلابیلو ایالاتونو کې د اورلګیدنې له کبله په زرهاوو کورونه سوځیدلي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG