د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د کابل ویر د ماشومانو پر نړيوالې ورځې خپل سیوری وغوړاوه


د ماشومانو نړیواله ورځ له افغان ماشومانو د کابل خونړۍ حملې هېره کړه
د ماشومانو نړیواله ورځ له افغان ماشومانو د کابل خونړۍ حملې هېره کړه

نن پنجشنبه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دغه ورځ نه‌ده لمانځل شوې.

ماشومان خپلې ورځې ته خوشحاله وي، ښايي د یوې شېبې تفریح او یا هم یوې وړې ډالۍ لپاره چې د کورنیو او دوستانو له‎خوا دوی ته ورکول کېږي.

خو داسې ښکاري چې دا ځل د کابل ماتم له افغان ماشومانو دا خوښي اخیستې او له افغان مسؤلینو او کورنیو د دې ورځې لمانځل هېر دي.

کابل د چهارشنبې په ورځ د یوه موټر بم د خونړۍ چاودنې شاهد و چې د افغانستان حکومت د رسنیو د دفتر د راپور له مخې ۹۰ کسان په‌کې ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات په‌کې ټپیان شول.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان نه‌و شامل، خو په سلګونه‌یې د خپلو میندو او پلرونو ویر ته کېنول او د خپلې ورځې خوشحالي یې ورنه هېره کړه.

دغه ماشومان په خپل هېواد کې د سولې او امن هیله لري:

"محموده یم، غواړم چې په افغانستان کې نور جنګ ونه‌شي، مور او پلار مې، خویندې وروڼه نور له‎منځه ولاړ نه‎شي، لکه پرون جنجالونه رامنځته نه‎شي، پرون ډېر خلک له‌منځه ولاړل."

د افغانستان پایتخت کابل او په ولایتونو کې مخکې تر دې په بېلابېلو پېښو کې خپله ماشومان هم هدف ګرځېدلي او که د دوی د کورنۍ غړي هم وژل شوي نو ناسم ژور اغېز یې د دوی په ژوند، ښوونه او روزنه کې محسوس شوی دی.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې ماشومه شګوفه وايي:

"پلار مې یو کال کېږي چې مړ شوی، کاکا سره مې ژوند کوو، د کور خرڅ مې د عمه لور ورکوي."

خو دوی لا هم ناهیلي نه‎دي، د راتلونکي لپاره هیله‌مند او د داسې یوې ورځې په هیله دي چې سوله او امن‌یې په ټول هېواد کې ټینګ شي.

د کابل په اشیانه کې چېرې چې سلګونه دغه یتیم ماشومان ساتل کېږي ځینو یې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې خپلو همزولو ته د دغې ورځې مبارکي وویله.

سږ کال د ماشومانو نړیواله ورځ له افغان ماشومانو د کابل د چهارشنبې ورځې خونړۍ حملې هېره کړه، خو وبه لیدل شي چې کال ته دغه ورځ دوی په څه ډول فضا کې لمانځي.

  • ایا د یوې خولې خندا، یوې شېبې تفریح او کومې ډالۍ د ترلاسه کولو موقع به ترلاسه کړي که څنګه؟

راپور: اجمل تورمان

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG