د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

افغان کرکټ بورډ له پاکستان سره د هر ډول سیالیو هوکړه لغوه اعلان کړه


افغان کرکټ بورډ وایي، د کابل د نننۍ پېښې چې په‌کې سلګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته په غبرګون کې یې له پاکستان سره د کرکټ هر ډول دوه اړخیزې همکارۍ او دوستانه سیالیو هوکړه لغوه اعلان کړه.

په دې اړه د کرکټ بورډ رسمي خپره شوې اعلامیه وایي:

"د کابل د نننۍ پېښې په اړه د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان کرکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوه اړخیزو اړیکو هوکړه لغوه اعلان کړه."

په اعلامیه کې راغلي:

"له داسې هېواد سره، چېرته چې د ترور پالنه کېږي او د ترورېستانو ځالې په‌کې فعالیت لري د هېڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د تطبیق او دوام وړ نه‌ده."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان کرکټ بورډ مسؤلینو پاکستان ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له کرکټ بورډ سره د کرکټ د دوه دوستانه سیالیو چې یوه‌یې په کابل او بله‌یې په لاهور کې پلان شوې وه خبرې وکړې.

دواړو کرکت بورډونو د کرکټ د پرمختګ په برخه کې د یو شمېر نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم هوکړې ته رسېدلي وو.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ بورډ دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راپورته کړل خو د افغان کرکټ بورډ مسؤلینو له پاکستان سره د کرکټ د سیالیو په کولو ټینګار کاوه.

د کرکټ عمومي رئیس عاطف مشعل تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ورزش په برخه کې خپلې دروازې د هېڅ یوه هېواد پر مخ نه‌تړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د زنبق څلور لارې ته څېرمه په یوه موټر بم چاودنه کې د روغتیایي مسؤلینو په وینا ۸۰ تنه ووژل شول او له ۳۵۰ ډېر ټپیان شول.

وسله‌والو طالبانو په دې خونړي برید کې خپل لاس لرل رد کړل، خو د افغانستان د ملي امنیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دا برید حقاني شبکې په پاکستان کې د «ای اېس ای» په مرسته طرح کړی وو.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG