د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

مراد: افغان ځواکونه به ډېر ژر د کابل د پېښې غچ له دښمنانو واخلي


کابل د چهارشنبې په ورځ د تر ټولو خونړي برید شاهد و.

امنیتي چارواکي وایي، پرونۍ حمله د بلخ ولایت د ۲۰۹ شاهین قول اردو تر برید تر ټولو خونړۍ وه.

پرون مازیګر د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي او د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین مراد علي مراد په ګډې خبري غونډه کې برخه واخیسته.

مراد علي مراد وویل، افغان ځواکونه به ډېر ژر د کابل د پېښې غچ له دښمنانو واخلي.

د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین مراد علي مراد
د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین مراد علي مراد

نوموړي وویل:

"ستاسو امنیتي ځواکونه به د دغو جنایتکارانو، ترورېستانو او د خلکو د قاتلانو پر ضد چې زموږ خلک‌یې روژه په خوله شهیدان کړي دي، سختې امنیتي هلې ځلې وکړي او نتیجې به‌یې ډېر ژر بیا له تاسو سره شریکې کړو."

جنرال مراد د ولسمشر او نورو چارواکو پرونۍ خبرې تکرار کړې چې په افغانستان کې د جګړې ملاتړ له بهره کېږي.

امریکا، جرمني، فرانسې، روسیې، ترکیې، ملګرو ملتونو، ناټو او د سیمې یو شمېر هېوادونو د کابل پرونۍ چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د مسلمانانو په سپېڅلې میاشت کې دا پېښه د دې څرګندونه کوي چې د دې پېښې عاملان تر کوم بریده وحشیان او بې‌احساسه دي.

بل لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د چهارشنبې ورځې ترورېستي برید له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه وه.

په دې ترڅ کې د پاریس د ښاروال ان هیلد الغو په امر تېره شپه د ایفل برج څراغونه مړه شول.

د کابل د چاودنې په اړه پرون مازیګر د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي وویل، یاغیانو د افغانستان په څو ولایتونو کې په بېلابېلو جبهاتو کې ماتې خوړلې ده، ځکه ملکیان په نښه کوي.

یفتلي: یاغیانو په بېلابېلو جبهاتو کې ماتې خوړلې، ځکه ملکیان په نښه کوي.
یفتلي: یاغیانو په بېلابېلو جبهاتو کې ماتې خوړلې، ځکه ملکیان په نښه کوي.

ښاغلي یفتلي زیاته کړه:​

"تاسو باور وکړئ چې د افغانستان دښمنان د جګړې په ډګر کې نه‎دي بریالي شوي او ماته‌یې خوړلې. د افغانستان دښمنان د دې په بدل کې د افغانستان د ولس د بربادۍ لپاره دغسې له جنایته ډک اعمال ترسره کوي."

د کابل د چهارشنبې ورځې په چادونه کې د بي بي سي ټلوېزیون یو موټر چلوونکی محمد نذیر او د طلوع ټلوېزیون د ټکنالوژي او معلوماتو د برخې یو کارکوونکی وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د واشنګټن د سفارت نهه افغان ساتونکي وژل شوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پرونۍ پېښه کې د ۱۱ امریکایي اتباعو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت له عمومي ریاسته رسنیو ته په استول ښوې اعلامیه کې راغلي چې دغه چاودنه د حقاني شبکې له‌خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې یا «ای اېس ای» په مستقیمه لارښوونه او همکارۍ پلان شوې وه.

افغان چارواکي اوس دا څېړي چې څرنګه دغه پېښه د ښار په خوندي سیمه کې د یوه ټانکر موټر په واسطه رامنځته شوه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني امنیتي ادارو ته امر کړی دی چې ډېر ژر دا پېښه وڅېړي او نتیجه‌یې له ولس سره شریکه کړي.

ولسمشر په ورته وخت کې د ښار جوړونې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې هغه ځایونه بېرته ورغوي چې په پرونۍ چاودنه کې وران شوي دي.

XS
SM
MD
LG