د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

وحدت: د سرپل صیاد کې د ناپېژانده هلیکوپټرو کېناستل ثابت شول


د سرپل والي ظاهر وحدت په دې ولایت کې د بهرنیو تروریستانو د حضور له زیاتوالي خبر ورکوي او په اړه یې اندېښنه څرګندوي.

ظاهر وحدت ویلي دي چې په سرپل ولایت کې د تروریستي شبکو حضور زیات شوی او دا ډلې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو تر مستقیم ملاتړ لاندې قرار لري.

ظاهر وحدت تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې بهرني تروریستان او طالبان له یو بل سره په همغږۍ په کوهستاناتو ولسوالۍ کې فعالیت کوي او د هغوی بهرني ملاتړي دوی ته روزنه ورکوي.

ظاهر وحدت.
ظاهر وحدت.

ښاغلي وحدت په دې اړه وویل:

"سرپل د سیمه ییزو او نړېوالو تروریستانو او یاغیانو د تجهیز، تربیې او روزنې مرکز باندې بدل شوی، د هغوی نظامي اډې دلته زیاتې شوي او بهرني روزونکي یې هم ورځ تر بلې زیات شوي دي، دا زیاتوالی سبب شوی چې د سرپل امنیتي وضعیت کړکېچن شي."

د سرپل والي وايي چې د یاد ولایت امنیتي وضعیت له کړکېچ سره مخ دی او دلته د زیاتو پوځیانو حضور ته اړتیا موجوده ده.

ظاهر وحدت وویل له دو کلونو راپه دېخوا د کوهستاناتو ولسوالۍ د دولت وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده او همدارنګه په پنځو نورو سیمو کې دوی له طالب وسله والو او نورو تروریستي ډلو سره دوامداره جګړه بوخت دي.

د سرپل والي د بهرنیو استخباراتي حلقو لخوا د دولت د مخالف وسله والو د اکمال او تجهیز په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

ظاهر وحدت وویل چې د صیاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې نا پېژانده الوتکو طالبانو او نورو تروریستانو ته نظامي اکمالات برابر کړي دي.

هغه زیاته کړه چې تر دمه د دولت استخباراتي کړۍ او سیمه کې موجوده افغان پوځیان نه دي توانېدلي چې ثابته کړي دا هلیکوپټرې چا او کوم هېواد ته مربوط وې.

ظاهر وحدت وویل:

"د دولت مخالفو وسله والو په ساحه کې د نا پېژانده او مشکوکو هلیکوپټرو کېناستل اوس ثابت شول چې حقیقت و، متسفانه دوی د شپې یادې سیمې ته راغلې وې او په تیارې کې راغلې وې دا د افغان امنیتي پوځیانو د سترګو لیدلی حال دی."

د پنجشنبې په ورځ هم د بلخ والي عطا محمد نور په کابل کې یوې ناستې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان په شمال زون کې نا پېژانده هلیکوپټرې په ځینو سیمو کې ناستې کوي او په شمال کې په موتړ سایکل سپور کسانو ته چې مخالفین دي جنګي اکمالات برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې په سرپل کې د دو نا پېژانده الوتکو د کېناستلو په اړه د تحقیق په خاطر دفاع وزارت شمال ته یو پلاوی هم استولی و، خو تر دمه یاد وزارت په دې اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG