د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

بلخ والي: نامعلومې هلیکوپټرې افغان خاوره کې مخالفینو سره مرستې کوي


نور:
نور:

وروسته له هغې چې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې وسله‎والو مخالفینو ته د هلیکوپټرو په وسیله د مرستو رسولو په اړه اندېښنې څرګندې شوې، د بلخ والي عطا محمد نور دا اندېښنې تائيد کړي.

ښاغلي نور چې د پنجشنبې په ورځ يې کابل کې د بغلان د ولایتي شورا د پخواني رئیس محمد رسول محسني په څلورم تلین یاد غونډه کې خبرې کولې، د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه‎خېست خو ويې ویل چې دې برخه کې د یو شمېر هېوادونو پالیسیو بدلون موندلی او د داعش پرضد له وسله‎والو طالبانو ګټه اخلي.

نور: یو شمېر هېوادونه د داعش پرضد له وسله‎والو طالبانو ګټه اخلي.
نور: یو شمېر هېوادونه د داعش پرضد له وسله‎والو طالبانو ګټه اخلي.

نوموړی وايي:

"دا هلیکوپټرو راتګ چې مخکې مې نه تائيدولو، خو د تېرې یوې میاشتې په جریان کې اوس زما دوستانو په سترګو ولیدلې، نه پوهېږم چې دا د امو سیند له هاغاړې راځي که د ډیورنډ له کرښې راوړي، له کومه ځایه راځي؟ خو راځي او ټولو لیدلي چې دا هلیکوپټرې ښکته کېږي او موټر سایکل سپرو سره مرسته کوي او ځینې توکي له ځانه سره وړي."

دا د ملي وحدت د حکومت لومړنی والي نه‎دی چې د افغانستان خاورې ته د ناپېژاندو هیلکوپټرو د راتګ خبره کوي.

له دې وړاندې د سرپل والي محمدظاهر وحدت ویلي و چې دوه ناپیژندل شوې هلیکوپټرې د صیاد ولسوالۍ په پشت باغ سیمه کې چې د وسله‎والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده لیدل شوي دي.

ښاغلي وحدت ویلي و چې په غالب ګومان دې هلیکوپټرو وسله‎‎والو طالبانو ته تجهیزات لېږدول.

تېره اوونۍ د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو داسې ویډیوګانې شریکې کړي چې په‎کې روسي الوتکې د افغانستان په خاوره کې د ګرځېدو په حال کې ليدل کېږي.

د هلمند ولایت د کجکي ولسوال عبدالرازق اخُندزاده هم په وروستیو کې د وسله‎والو طالبانو په لیکو کې د روسي مشاورینو د موجودیت خبره کړې وه.

له دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو او د دغه جرګې دويم مرستیال نذیز احمدزي هم له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو خبره کړې وه چې په وینا يې په دې اړه شواهد او اسناد هم په واک کې لري.

خو تر دې دمه د ښاغلي احمدزي په ګډون نورو افغان چارواکو په دې اړه د شویو ادعاوو اسناد او شواهد نه‎دي شریک کړي.

امریکايي چارواکو هم له طالبانو سره د روسیي د احتمالي پوځي مرستو په اړه خبرې کړي دي.

روسي چارواکو له دې وړاندې له وسله‎والو طالبانو سره خپلې اړیکې نه‎دي رد کړي خو ویلي دي چې دا تماسونه یوازې د دې ډلې سولې ته د هڅونې په هدف ترسره شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په وروستیو کې د دې مسئلې د ښه سپیناوي په هدف شمال ته د څېړنو لپاره خپل یو پلاوی استولی و.

وزیري: دفاع وزارت شمال ته د څېړنو لپاره خپل یو پلاوی استولی و
وزیري: دفاع وزارت شمال ته د څېړنو لپاره خپل یو پلاوی استولی و

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پلاوي له بېرته راګرځېدو وروسته يې خپلې موندنې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له مسؤلینو سره شریکې کړي دي.

وزیري زیاته کړه:

"په دې برخه کې څېړنې جریان لري چې معلومه شي ایا الوتکې راغلي که نه؟ دا مسئله د ناټو د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره هم شریکه شوې ده."

په ورته وخت کې د افغانستان اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي چې په‎دې برخه کې شواهد نه‎لري خو سیمه کې د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د افغانستان اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

نوموړی وايي:

"په نړیواله کچه چې کومې شخړې رامنځ ته شوي، داسې اندیښنې يې راپارولي چې افغانستان یو وار بیا د لویو هېوادونو د سیالۍ ډګر ونه ګرځي. "

له بلې‎خوا د ولسي جرګې غړی نعیم لالي حمیدزي له حکومته غواړي چې خلک له حقایقو خبر کړي او پرېنه‎ږدي چې افغانستان د روسیې او امریکا په ګډون د نړیوالو سالیو په میدان بدل شي.

راپور : اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG