د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

مراد: افغانستان د فضايي حریم کنټرول برخه کې ستونزو سره مخ دی


د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوا له لارې د وسله‎والو مخالفینو سره د مرستو او د روسي جېټ الوتکو د پروازونو په اړه تر خپرو شویو راپورونو وروسته، د دفاع وزارت چارواکي تائیدوي چې د هوايي کنټرول په برخه کې ستونزې لري.

د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد چې په شمال کې د هوا له لارې د وسله‎والو مخالفینو سره د مرستو د موضوع پر څېړلو بوخت دی، د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له افغان حکومت سره د وسله‎والو مخالفینو روان جنګ د بهرنیو له مرستو پرته ممکن نه دی او په دې برخه کې د هوايي کنټرول ستونزې هم نه شي ردولای.

د افغانستان د لوی درستیز مرسیال مراد علي مراد
د افغانستان د لوی درستیز مرسیال مراد علي مراد

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"روان جنګ د بهرنیو له ملاتړ پرته ممکن نه دی، خو دا چې په دې ورځو کې کوم هېواد دوی ته وسلې ورکړي دا تر اوسه روښانه نه ده، موږ د فضايي کنټرول په برخه کې خپلې ستونزې لرو او په دې برخه کې ډېر معلومات د غوڅ ملاتړ له ماموریته اخلو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو له وسله‏ والو مخالفینو سره د ناپېژانده هلیکوپټرو د مرستو وویل او د بدخشان په اشکاشم کې بیا ځایي اوسېدونکو د روسي جېټ الوتکو له پروازونو ویلي دي.

دفاع وزارت د دغو موضوعاتو د څېړلو لپاره شمالي ولایتونو ته پلاوی ولېږه او ویې ویل چې که دا سرغړونې ثابتې شي، جدي اقدامات به وکړي.

د دغه پلاوي مشر مراد علي مراد وايي، د څېړنو په اړه لا هم وروستۍ پرېکړې ته چې وښيي حقیقت څه دی، نه دي رسېدلي.

افغان حکومت له دې وړاندې د کب په میاشت کې د پاکستان د راکټي حملو او د افغانستان په هوايي حریم د تېري له کبله هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانسان هوايي حریم د ۲۰۰۱ مېلادي کال راهیسې د بهرنیو ځواکونو له‎خوا کنټرولېږي، د افغانستان د هوايي قواوو پخوانی قوماندان عبدالوهاب وردګ وايي، د ۱۶ کلونو په تېریدو دا هېواد لا هم هوايي دفاعي سېسټم نه لري.

خو نوموړی وايي چې په دې برخه کې پالیسي جوړه شوي ده.

د افغانستان د هوایي قواو پخوانی قوماندان عبدالوهاب وردګ
د افغانستان د هوایي قواو پخوانی قوماندان عبدالوهاب وردګ

ښاغلی وردګ زیاتوي:

"د هوايي حریم او دفاعي هوايي سیسټم د کنټرول لپاره پالیسي جوړه شوې، خو دا به وکتل شي چې کله عمل پرې کولای شو، له افغانستان او ځينې نورو هېوادونو پرته ټول هوايي دفاعي سیسټم لري او د هغې قواوې خورا مهمې دي."

له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې تېر کال د فضايي حریم د کنټرول چارې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان حکومت ته سپارل شوې وای.

کارپوهان وايي، په دې برخه کې د کادرونو نه روزل دا هدف سخت کړی او ممکن دفاع وزارت تر ډېره پورې له ورته ستونزو سره مخ وي.

له دې ډلې سید مهدي سعیدي وايي، دې کار ته هر اړخیز چمتووالی خورا مهم دی چې لا هم د بهرنیانو له مرستو پرته ستونزمن دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG