د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

روغتیا وزارت: ۲۰۱۶ کال د ایډز له ۶۷۴۰ پېښو نه ۲۲۹۰ مورده ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په «اېچ. ای. وي ایډز» ویروس اخته د هغو ۲۲۹۰ کسانو څخه چې له دوی سره ثبت و ۱۵۹ تنه یې مړه شوي دي.

یاد وزارت په «ایچ. ای. وي»ایډز باندې د اخته ۶۷۴۰ کسانو وضعیت د اندېښنې وړ ګني وايي، هڅې روانې دي چې دغه وېروس ۹۰ سلنه راکم کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۱۶ کال په راپور کې راغلي چې د «ایچ. ای. وي» ۲۲۹۰ پېښې له دوی سره ثبت شوي چې ۲۵ سلنه یې ښځې او ۷۵ سلنه نور يې نارینه دي.

د روغتیار وزارت د ایډز د کنټرول د پروګرام مسؤل نقیب الله همدرد د سې شنبې په ورځ کابل کې د دغه راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې سږ کال دوی د ایډز د مخنیوي او ختمولو لپاره نوي پروګرامونه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د عامې روغتیا وزارت له دې لارې، هغو پروګرامونو ته لومړيتوب ورکوي او عملي کوي یې چې ښه نتیجه ولري او د دې ناوړه ناورغۍ مخنیوی وکړي، په دې پروګرامونو کې وقایه، د عامه پوهاوي زیاتوالی او د هغو کسانو لپاره عدالت غوښتنه شامله ده چې په دې وېروس اخته دي."

همدرد: هڅه کوو د یادې ناروغۍ مخه ونیسو.
همدرد: هڅه کوو د یادې ناروغۍ مخه ونیسو.

ښاغلی همدرد وایي، ډېر خلک داسې فکر کوي چې په دغه ناروغۍ د اخته کېدو لامل نا مشروع جنسي اړیکې دي او دغو کسانو ته په سپکه سترګه ګوري.

خو د نوموړي په خبره فقر، کورنۍ جګړې او د بېروزګارۍ د کچي لوړ والی هغه نور لاملونه دي چې خلکو یې له امله د مخدرو موادو کارولو ته مخه کړې او د غیر روغتیايي پېچکاریو کارول یې لوی لامل دی.

د دغه وزارت په راپور کې راغلي چې ۴.۴ سلنه هغه کسان په دې ناورغۍ اخته دي چې نشه يي مواد ځان ته پېچکاري کوي.

د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي و چې په افغانستان کې له ۱۵۰۰ زیات کسان په دغه ناورغې اخته دي.

یادو بنسټونو ویلي و چې دغه وېروس به د امکان تر حده راټیټ کړي، خو د ۲۰۱۶ او له دې وړاندې کلونو راپور څرګندوي چې ۷۹۰ تنه پر هغو کسانو ور زیات شوي چې په «ایچ. ای. وي» ایډز اخته و.

په دې ناروغۍ اخته یو ځوان له خلکو غواړي چې په بده ورته ونه ګوري:

"تر اوسه مي ژوند ښه روان دی، د هغو کسانو یو فعال استازې یم چې په دغه ویروس اخته دي او د ایډز د کنټرول په مرکز کې د کارکوونکي په توګه دنده تر سره کوم."

په «ایچ. ای. وي» ایډز اخته دغه ځوان د هغو کسانو په وړاندې چې په دغه وېروس اخته دي بد چلند او تبعیض دردونکی ګڼې او له رسنیو غواړي چې د دغه وېروس د انتقال د مخنوي په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په یوازيتوب سره نه شي کولای چې له دغه مرګوني وېروس سره مبارزه وکړي او له خلکو غواړي چې په دې برخه کې دوی ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG